امریکا اربکیان منحل کوي

د امریکا د دفاع وزارت د څار ادارې کانګرس ته په خپل راپور کې ویلي چې متحده ایالات په افغانستان کې اربکیان منحل کوي او د ټاکلې مودې په پوره کېدو سره به نور له دې پروژې ملاتړ ته دوام ورنکړي.

پنټاګان په خپل راپور کې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د یوې قومندانۍ له قوله لیکلي چې په راتلونکې سپتمبر میاشت کې به اربکیانو ته د امریکا مرسته ودرول شي.

د راپور په بنسټ، د افغان سیمه ییزو پولیسو شمېر اتلس زره کسانو ته رسیږي، او اوس حکومت غواړي د دې ځواک په منحل کېدو سره دا کسان په پوځ، سیمه ییزې اردو او پولیسو کې شامل کړي.

ناټو ویلي چې دوی د کابل حکومت له کورنیو چارو او دفاع وزارتونو او ملي امنیت شورا سره په ګډه کار کوي څو د سیمه ییزو پولیسو غړي پیدا او په اردو، سیمه ییزه اردو او پولیسو کې یې جلب کولو ته وهڅوي.

د پنټاګان په دې راپور کې، چې د روان کال د جنوري له لومړۍ بیا د مارچ تر ۳۱مې وضعیت یې څېړلی، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د قومندانۍ له قوله ویل شوي چې سیمه ییزه اردو اغېزمنه ثابته شوې ده.

د راپور له مخې، خو ”د هغو رهبري خلاوو له امله چې له ملي اردو څخه د بشپړ ادغام او قبولیت“ په ترلاسه کولو کې یې سیمه ییزه اردو لاس وپښو وهلو ته اړ کړې، د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان د سیمه ییزې اردو د زیاتې پراختیا پلانونه درولي دي.

راپور وايي، د سیمه ییزې اردو د پراختیا چارې به له هغه وروسته بېرته پیل شي چې یو ځل د ملي ادرو مشرتابه ”د ادغام ننګونې حل او د جلب وجذب کمی“ پوره کړي.

د یادونې وړ ده، محلي پولیس په ۲۰۱۰ز کال کې د امریکا په غوښتنه او په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د هغه مهال د قومندان ډیویډ پيټرایس په ټینګار رامنځته شول. له هغه مهال راهیسې، دا ملېشې که څه هم د بشري حقونو د نقض اوږد ریکارډ لري، د امریکا په مالي او نظامي ملاتړ په پښو ولاړې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: