مجاهد: سراج حقاني او نور مشران روغ جوړ دي

عزم (پنجشنبه،۱ غبرګولی، ۱۳۹۹):طالبانو د ځینو رسنیو لخوا هغه خپاره شوي راپورونه رد کړل چې ګواکې د طالبانو د مشرتابه مرستیال خلیفه سراج الدین حقاني او ځینې نور مشران پر کرونا ناروغي اخته شوي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې «هغوی الحمدلله روغ او جوړ دي.»
دغه راپور لومړی د بي بي سي پخواني خبریال هارون نجفي زاده او پژواک خبري آژانس د خپولو نامعلومو سرچینو په حواله خپور کړ، چې وروسته ځینو حکومت پلوو استخباراتي شبکو هم ورسره بدرګه کړ.

طالبان وایي چې«یاد راپور د کومې مغرضې کړۍ لخوا د تشویش اچونې هڅه ده.»

د یادونې وړ ده چې حکومت پلوې استخباراتي شبکې هڅه کوي، په خلکو کې د اندیښنو اچولو په موخه، وخت پر وخت داسې موضوعات د رسنیز پروپاګند په توګه خپاره کړي، چې د خلکو توجه ور واړوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: