په هېواد کې پر کرونا وایروس د اخته کسانو شمېر ۸۶۷۶ته ورسېد

عزم (‌پنج‌شنبه، ۰۱، غبرګولی، ۱۳۹۹ل): د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ساعتونو کې پر کرونا وایروس ۵۳‍۱تنه نوي اخته شوي دي، چې ورسره د ټولو ناروغانو شمېر هم ۸۶۷۶ ته ورسېد.له تېرو ۲۴ساعتونو راپدېخوا ۱۰۰۷ شکمنې پېښې کتل شوي، چې ۵۳۱ یې مثبتې دي، چې په کابل کې ۲۷۴، هرات کې ۶۹ ، بلخ کې ۵۵، ننګرهار ۳۵، میدان وردک کې ۲۶ ، سرپل کې ۱۵ ، پروان کې ۱۳ ،  پکتیکا کې ۱۲ ، خوست کې ۱۲ ، پکتیا ۷ ، لغمان کې ۵ ، فاریاب ۳ ، جوزجان کې ۲ ، فراه کې ۲ او بادغیس کې ۱یو مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د مجروح په خبره، په تېرو ۲۴ساعتونو کې ۶کسان مړه شوي او ۸تنه رغېدلي دي، چې د ټولو مړو شوو شمېر ۱۹۳ او د رغېدلو کسانو شمېر هم ۹۳۸ته ورسېد.

نوموړي وویل، که د عامې روغتیا وزارت له کرونا وایروس سره د خلکو بې تفاوتۍ اندېښمن کړی او وایي که دا ناپامي همداسې روانه وي؛ هېواد به له یو لوی ناورین سره مخ کړي.«که د روغتیا وزارت سپارښتنې پلې نه شي، افغانستان به هغو وړاندوینو ته نږدې شي چې په لارو او کوڅو کې به مړي پراته وي. په افغان -جاپان او جناح روغتون کې د ناروغ لپاره هېڅ خالي ځای نه لرو، نن موږ اړ شو چې یو بل روغتون ورته پرانیزو.»

مجروح له خلکو وغوښتل چې د اختر ورځې د خوښۍ دي او د خوښۍ دغه ورځې دې په خپل کور کې ونمانځي او له کورونو دې خلک نه راوځي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: