ترانسپورټ وزارت: په تېره میاشت کې ۴سوه زره ټنه توکي هېواد ته وارد شوي

عزم (‌پنج‌شنبه، ۰۱، غبرګولی، ۱۳۹۹ل): د ترانسپورټ وزارت مسوولین وايي، هره ورځ په عادي ډول ۲۵۰لارۍ موټرې سوداګریز توکي افغانستان ته واردوي او په تېره یوه میاشت کې نږدې ۴سوه زره ټنه توکي را وارد شوي دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د افغانستان د رېل پټلۍ له لارې په تېره یوه میاشت کې ۴سوه زره ټنه توکي وارد شوي، چې ډېره برخه یې خوراکي توکي او پاتې یې تېل او نور سوداګریز توکي دي.«دغه سوداګریز توکي په ۷۰زره لاریو کې له حیرتان، تورغونډۍ او اقینې بندرونو له لارې هېواد ته وارد شوي دي. په وارد شوو توکو کې ۱۸۲زره ټنه خوراکي توکي«اوړه، غنم، غوړي» ۱۸۱زره ټنه تېل او ۳۰زره ټنه ساختماني توکي را وارد شوي دي.»

که څه هم د کروناوایروس د خپرېدو له امله د افغانستان په شمول په نړۍ کې د لېږد رالېږد لړۍ ټکنۍ شوې ده؛ خو د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي چې نورو ځمکنیو او هوايي چلند ته په کتو د رېل پټلۍ ټرانسپورتي چلند په عادي ډول پر مخ روان دی.

افغانستان په وچه کې پروت هېواد دی او نه خپله سمندر لري او نه هم سمندر ته لاره لري، چې له همدې امله ترانسپورتي اسانتیاوو ته په کلکه اړتیا لري او خپله ټوله سوداګري د اورګاډي، لاریو او یا هم د الوتکو په وسیله ترسره کوي.

اوس مهال افغانستان له منځنۍ اسيا، ایران او چين سره د رېل پټلۍ له لارې سوداګريزې راکړې ورکړې لري او یاد وزارت ژمنه کوي، چې په راتلونکي کې به له پېښور او تاجکستان سره هم د اوسپنې پټلۍ له لارې راکړه ورکړه پیل کړي.

یاد توکي پر داسې مهال افغانستان ته واردېږي چې په دې وروستیو کې د کرونا وایروس خپرېدو له امله په دغه هېواد کې د توکو بیې لوړې شوي دي او ګڼ خلک یې له اخیستلو عاجز دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: