ملت باید پر ملکي ځایونو، د برید کوونکو پر وړاندې اقدام وکړي!

عنایت الله خاموش
له کله چې دغه څو منحوسې څېرې او د پردیو جاسوسان، د اشغالګرو د توپ، ټانګ او هوايي ځواک تر سیوري لاندې د دیموکراسۍ د پلیتې مفکورې د ترویج په موخه، پر افغان ملت مسلط شوي؛ افغانانو ښه ورځ نه ده لیدلې او هره ورځ له یوې نوې غمیزې سره مخ کیږي. دا چې دغه منحوسې څېرې، د پردیو جاسوسان او په هیواد کې جګړه غوښتونکي څوک دي؟ هر اصیل او د پراخ فکر خاوند افغان ته څرګنده ده.
دغو پلیتو اشخاصو د اشغالګرو د ګټو لپاره تل جنایتونه ترسره کړي او داسي اشخاص یې د ملي(اردو، پولیس، امنیت) تر نامه لاندې له افغان ملت سره په جګړه اخته کړي، چي د مادي او جنسي غریزې په مقابل کي نه پلار پيژني نه مور، نه مظلوم ته ګوري او نه پر هغه ظلم کول ورته ناروا. دغو لوچکو، نشه یانو، لوطیانو او… هره ورځ پر افغان ملت ځمکه سره کړې او تل په دې هڅه دي ترڅو د افغان ملت وینه وبهوي.
دا لومړی ځل نه دی چي دوی پر مساجدو او لمونځ کوونکو بریدونه ترسره کوي؛ بلکې زرګونه ځله یې دغه ډول جنایتونه ترسره کړي او ترسره کوي یي. که پر خوست و پروان کې پر مسجد، که په بلخ و غزني کي پر روغتون او که پر کندز و ارزګان، میدان وردګ کي پر مدارسو بریدونه دي؛ ټول د څو پیسو په مقابل کي د خپلو بادارانو د خوشحالتیا په موخه ترسره کوي. دوی ته دا مهمه نه ده چي ملکیان وژني او که نظامیان؛ خو چي دوی جنایت ترسره کړي او د خپلو بادارانو له لوري مادي امتیازونه ترلاسه کړي.
دغو کسانو له ۲۰۰۱ کاله تر اوسه، د افغانانو په وینو لوبې وکړې او دلته یې د اشغالګرو او د هغوی د لوړ رتبه غلامانو په خدمت کې ښه ځانونه ستومان کړل.
عام افغانان باید نور حقایقو ته د غلامو رسنیو او تبلیغاتي اجنټانو له عینکو ونه ګوري او د هغوی له لوري په تحریف شویو خبرونو او تبلیغاتو باور ونه کړي؛ بلکي باید د دښمن ټيټ والي او غلامۍ ته په کتو قضاوت او اقدام وکړي. که چېرته ملت د دغه ډول جنایتونو په وړاندې چوپه خوله پاتیږي او د غفلت په خوب ویديږي؛ نو بیا دې د خپلواکۍ، خپلو ارزښتونو د ساتني او واحد اسلامي نظام خوبونه هم نه ویني او په دې تمه دي نه کښېني چي دوی ته به دا هرڅه خود- بخوده راځي.
نور باید د هر جنایت په وړاندې خپل غږ اوچت کړي او د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو په موخه باید داسي مبارزه وکړي، لکه څنګه چي دا اتلس کاله د دوی اتلو وروڼو د اشغال د خاتمې او ارزښتونو د ساتنې په موخه وکړه. ځکه اوسنۍ جګړه او د څو جاسوسو غلامانو د واک د بقاء او فساد د ترویج لپاره ده، نه د ملت د هوساینې او ارزښتونو د تحفظ لپاره.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: