د افتخارونو مشره!

لیکوال. حـمـاد افـغـان

څلور کاله وړاندې په همدې ورځ د اسلامي امارت د ستورو له مداره یو داسی ځلانده ستوری ونړېد چې خالیګاه یې بیا هیڅکله هم ډکه نشوه، دا ستوری امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور تقبله الله ؤ، کوم چې خپله قرباني په پردیسۍ کې الله ته وړاندې کړه د هغه د شهادت د ورځې په مناسبت به د مرحوم روح ته یو څو خبرې ډالۍ کړمه.

مشره! رب دې سوځیدلی وجود وبښه ته جهاد ستر قائد وې ، د سیاست دنګ منار وې ، په ریښتیا چې په مینه کې مجنون وې د منصور په څېر دې دار ته هرکلی وکړ ، تا خپله کړی وعده ریښتیا کړه ته د عمر په پله روان هغه مشر وې چې عمري لښکر دې د فتوحاتو او سوبو ډګر ته داخل کړو.

مشره! ستا قرباني د هیرولو نده یقینا د الله تعالی په ځانګړي نصرت عمري لښکر ستا په هڅو او کوششونو سره امریکا او د هغې اتحادیان په نظامي ډګر کې د ماتې سره مخ کړل ، بل پلو په قطر کې ستا پرانیستي سیاسي دفتر هم ټوله نړی ګوته په غاښ کړه، او امریکا ته یې د سیاست په ډګر کې یوه نه هېرېدونکې ماتې ورکړه.

مشره! ستا سیاسي تدبیر او سوچ د نړۍ ټول استخبارات او پرمختللي قوتونه چې معاذ الله د خدایۍ دعوې یې کولې هغه وخت په ګونډو کړل کله چې تا تا د خپل مشر لوی ملاصیب مرحوم مړینه دوه نیم کاله له ځانه سره وساتله او زمونږ د صف او هیواد ټول دښمنان دې وه دې ته پرينښودل چې د مشر په مړینه د امارت د ځواک روحیه او مورال راټیټ او دا صف څیري کړي بلکي برعکس دې د مشر مړینه پداسی وخت کې راښکاره کړه چې ستا ځواک په نظامي ډګر کې دښمن په ګونډو او سرنګون کړې او خپل صف ته دې د اتحاد ، وحدت او اخوت جامې وراغوستی وې أفرین ستا په سوچ مشره.

مشره! پوهیږو چې ستا قرباني د کومو پیسو ، نه د کومو جاېدادونو د حاصلولو او نه د دنیا د مال او متاع لپاره وه بلکی د امت د مظلومو مسلمانو د آهونو ، دردونو او تکلیفونو د بدلې لپاره وه کوم چې کفارو په بمبارېو ، زندانونو او نورو وحشتونو کې په شهادت رسولي وه ، ستا قرباني د خپلو روزل شویو فدایانو او غازیانو سره د خپلې وعدې د پوره کولو لپاره وه.

مشره! مونږ ټول لارویان دې په دې سپېڅلي او پاک صف کې ستا په نقش او قدم راون یو ان شاءالله ستاسو وینې او قربانۍ به رنګ راوړي رب دې سوځیدلي وجود ته په جنتونو کې اعلی مقامات ورکړه.
روح دې ښاد او یاد دې تل وي.
حـمـاد افغـان د عمر لاروی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: