د طالبانو په پلمه، پرملکي وګړو ولې هوایي بریدونه توجیه کیږي؟

 

لیکنه: شفیع اعظم

ځيني دا پرله پسې هوایي بمبارۍ چې ملکي وژنې رامنځته کوي او يو جنګي جنايت دی، پدې پلمه توجیه او روا کار ګڼي چې ګويا ولې طا لب د ملکي خلکو کور ته ننوځي.
اول چې حکومت دومره پوهېږي چې طا لب د خلکو کور ته ننوځي ولې یې لار کې نه وژني؟ ښه چې ننوځي بيا یې ولې را وتلو ته صبر نکوي چې له ښځو او ماشومانو ډک کور باندې بمب غورځوي؟
ايا د حکومت دنده د خلکو ساتل دي که وژل؟ که طا لب سره د حکومت جنګ د افغانانو خونديتوب په سر وي نو بيا ولې دوښمن سره په لوی لاس عام افغانان و وژل شي؟
دلته بيا سوال پېدا کېږي چې عامو نه مراد به د افغانستان عام نه بلکې نور عام يا د نيويارک عام وګړي وي.
راځئ په بل رقم یې فرض کړو.
د ملکي وګړو وژنو توجېه کونکو ته وايم:
که خدای مکړه اردو عسکر ستاسې کور ته ننوځي او بيا یې طا لب په تعقيب سره ستاسې په کور موټر بمب بريد وکړي؛ عسکرو سره یوځای ستاسې ټوله کورنۍ له ښځو او ماشومانو سره شهيدان کړي دا جنايت دی که د طا لب حق؟
که ظلم وي او زړه دې پدې خبر دردېږي نو همداسې په نورو کورونو بمبار او انفجار هم زړه خوږول پکار دی.

زړه یې مه بوله تور کاڼی د صحرا دی
په ليدو د زخمي زړه چې زخمي نشي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: