غزل / مفتون

دا چې ربـــــه بنـيـــــــادم قيمتي کيږي
سـتا پـه فضـــــل او کـــرم قيمتي کيږي

هغه يـاد کړه چې حــــرم پرې قيمتي دى
دا پرېږده چې پـه حـــــرم قيمتي کيږي

تور رانجـه د تورو ســترګو قيمت نـه دى
دا د تـورو شــپو پـه نــــم قيمتي کيږي

رب تـه دومـــــره قيمتي يې پيدا کـــــړى
چې يې خوښ شي هغه هم قيمتي کيږي

کاشکې زه خـاوره د هغه چـا د پښـو واى
چې يې خــاوره پـه قدم قيمتي کيـــــږي

وختـه ښـــــه ډېر تهـــــمتونه راتـه راکړه
سـپين کاغذ پـه تور قــــلم قيمتي کيږي

کـه د زړه ګل قيمتي غــواړې مفـــتونه!
دا د اوښــکو پـه شــبنم قيمتي کيـــــږي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: