له نړیوالو مرستو سربېره، په هېواد پر کرونا د ککړو کسانو شمېر ۸۱۴۵ته ورسېد

عزم (‌چهار‌شنبه، ۳۱ غويي، ۱۳۹۹ل): د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کرونا ۴۹۲پېښې ثبت شوي، چې له نویو پېښو سره د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۸۱۴۵ته ورسېد.

د یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا له امله لس ناروغان مړه شوي او ۸۰ کسه نور بېرته ترې جوړ شوي دي. په دې توګه د کرونا له کبله د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۱۸۷ او د بېرته جوړو شوو کسانو شمېر ۹۳۰ ته رسېدلی دی.

د خبرپاڼې له مخې، له عامې روغتیا وزارت د«رابطه عالم اسلامي» له لوري د طبي تجهیزاتو مرسته وشوه. په افغانستان کې «رابطه عالم اسلامي»سازمان دفتر مسوول قاري نور زمان شرافت وايي،  دغه مرسته یې په افغانستان کې راټوله کړې وه او د عامې روغتیا وزارت مسوولینو ته یې وسپارله.«په دغه مرسته کې ماسک، د ځان ساتنې لباس، دتبې اله، دستکش او مېکروب ضد مواد تجهيزات شامل وو.»

د ده په خبره، د کرونا وايروس زياتېدل هېواد بېړني حالت ته بيايي او دغه طبي تجهيزات يو له مهمو اړتیاوو څخه وو،چې په افغانستان کې د کرونا وايروس مبارزې په برخه کې به ترې ګټه واخیستل شي.

همدارنګه له عامې روغتیا وزارت سره د قطر هېواد له لوري هم د طبي وسایلو مرسته شوې ده. په کابل کې د قطر سفیر سعید بن مبارک الخیارین دغه مرسته نن د یاد وزارت مسوولینو ته وسپارله.

په دغه مرسته کې پي پي کېټ، د جراحي ماسکونه، د ځان ساتنې عینکې، د جراحي لباسونه، لاس ماغونه او نور طبي وسایل وو.

قطر له دې وړاندې هم له عامې روغتیا وزارت سره د طبي توکو مرسته کړې وه.

په هېواد کې هره ورځ سلګونه کسان پر کرونا ناروغۍ ککړېږي، چې د عامې روغتیا وزارت یې اوسنۍ شمېرې د اندېښنې وړ بولي؛ ځکه له تېرې یوې اوونۍ راهیسې نږدې هره ورځ له ۴سوو ډېر کسان پر دغه ناروغۍ ککړېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: