روزګان کې ۴زره بزګرانو ته د سبو تخمونه وېشل کېږي

عزم (‌چهار‌شنبه، ۳۱ غويي، ۱۳۹۹ل): د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د « ANCC» همکارې موسسې او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» په مالي لګښت د روزګان پر څلور زره بزګرانو کرنیزې بستې او د حبوباتو او سبوتخمونه او کېمیاوي سره وېشي.

د دغه ولایت د کرنې رئیس احمدشاه خیري وايي، پر دغو بزګرانو د اته قلمه سبو د تخمونو لړۍ نن پیل شوه، چې په کې د پيازو، بېنډۍ، توربانجان، رومي بانجان، سره ملۍ، دڼیا او ماروکدو شامل دي. «د سبو او حبوباتو د تخمونو او کېمیاوي سرو له وېشلو څخه موخه د اصلاح شویو ورایټیو رواجول، د نویو کرنیزو لاروچارو معرفي، د مالدارۍ او کرنې په برخه کې د نوي ټکنالوژۍ کارونه، د څاریو لپاره د باکیفیته خوراکي توکو چمتو کول او د مالدارانو او بزګرانو د عوایدو د کچې لوړول ښودل شوي دي.»

د خیري په خبره، په روزګان کې ګڼ سابه ښه پایله ورکوي او دغه ولایت د ترکارۍ په برخه کې پر ځان بسیا کېدلی شي؛ خو که مرکزي حکومت له ځايي بزګرانو سره مرسته وکړي.

همدارنګه د کرنې وزارت وايي، په بامیانو ولایت کې ۲۲۵.۶مېلیونه کرنیز پورونو لړۍ یې په دغه ولایت کې پیل کړې ده. د دغه ولایت د کرنې رئیس عبدالوهاب محمدي وايي، د کرنې د پراختیا صندوق له خوا ددې برنامې له لارې په ټولیزه توګه ۲۲۵.۶ مېلیونه افغانۍ پور منظور شوې دی، چې ددې ولایت په کچه د ۶۶ کوپراټیفونو د غړو او د کچالو تولیدوونکو ټولنو  د یو زر او ۵۷۴ بزګرانو په واک کې ورکول کېږي، چې د تولید زیاتولو او ښه حاصل په موخه اووه زره او ۳۰۰ جریبه د کچالو کروندې د ملاتړ تر چتر لاندې راولي.

دی وايي، د کرنیزو پورونو د وېش موخه د کچالو د تولید زیاتوالی او ښه حاصل دی، ترڅو بزګران په بېلابېلو کرنیزو پړاوونو کې، له دغوو پورونو په ګټې اخیستنې سره خپل کرنیزې اړتیاوې پوره کړي، چې د دوی د عوایدو د زیاتوالي لامل شي.

د بامیانو کچالو ملي او نړوال نوم لري او یاد ولایت په هېواد کې د کچالو د تولید تر ټولو مهم ولایت دی، چې د هېواد د اړتیا وړ څه باندې ۵۰ سلنه کچالو د بامیانو له ولایت څخه په لاس راځي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: