ویسا: حکومت باید طالبان ومني

عزم (‌چهار‌شنبه، ۳۱ غويي، ۱۳۹۹ل): ویسا ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې پر نوي حکومت، د حکومت له لوري د جګړې په اعلان، پر امریکا د حکومت ډېر باور او د هېواد په راتلونکې بحث کړی دی. ورځپاڼې لیکلي، ګډ حکومت او یا د ملي مشارکت حکومت جوړ شو؛ خو دا ځل دې هغه تېروتنې نه تکراروي، کومې یې چې دا شپږ کاله تکرار کړې.

«د ډاکتر غني او عبدالله تر منځ سیاسي هوکړې ته هیلې او خوشبینۍ پر خپل ځای په دې کې هېڅ شک نشته چې په دې هوکړه کې داسې ‌ډېر ټکي شته چې که له ولس سره خلوص او مینه نه وي، د اوسنۍ خطرناکې وضعې درک نه وي او د شخصې ګټو مساله مطرح وي دواړو لوریو ته د چنو وهلو او یو دبل پر خلاف درېدو پلمې ورکولای شي. دې ته اړتیا ده چې د ملي یووالي حکومت تجربې تکرار نشي چې کابینه په شپږو کلونو کې له سرپرستۍ له داغه پاکه نه شوه. بالاخره د تېرو ناکامیو پړې پر یو بل ور اچول کېدې او د دغسې معجون د بیا تکرار ژمنې تکرار شوې. دې ته اړتیا ده چې امنیتي وضعه را کنترول شي، دا کار د جګړې په شدت ناشونی دی. دلایل یې معلوم دي، مقابل لوري اوس نړیوال وجاهت تر لاسه کړی، امریکا ورسره معامله کړې او طالبان اوس يو منل شوی حقیقت دی چې باید خبره ورسره په سوله او خبرو اترو حل شي.»

د سرلیکنې له مخې، حکومت پر امریکا او نړیوالو ډېر باور وکړ؛ خو همدې ډېر باور اوس تش په میدان پرېښودل. «بل لورته د امریکا او ټرمپ دریځ ډېر روښانه دی، د هغه متل په مصداق چې نه به تل دا ناصرخان وي نه به یې دا سره اوښان وي، پر نړیوالو دومره زړونه تړل لکه زموږ یارانو چې تجربه کړل له ستر حماقت پرته بل تغیر نه لري، ځکه خو سوله لومړنۍ اړتیا ده او نور دا استدلال ډېر بې معنا دی چې موږ یو بل له لرې او نژدې بهرنیو لوریو سره تړو او د جګړې د دوام جواز ته لار جوړوو.»

د ویسا په باور، افغانستان په داسې ځای کې موقیعت لري چې ګاونډیان یې له هېڅ شرارت لاس نه اخلي او حکومت ته پکار ده چې د سولې اوسنۍ موکه ضایع نه کړي او سوله وکړي.

« مو دا نه دی چې ګاونډیان مو سپین مارغان دي او یا هغه لوري چې زموږ چارواکیو خپل ستراتژیک شریکان او دوستان ګڼل هغوی بې غرضه دي. بلکې بر عکس دا هرڅه رښتیا دي، تړاوونه هم ریښتیا دي، له دې انکار ممکن نه دی خو له دې ذلتونو د ژغورنې یوازینۍ لاره داده چې له دې فرصت نه کار واخلو زر تر زره د بین الافغاني تفاهم بهیر پیل شي او ټول لوري دې ته چمتو شي چې بالاخره باید افغانان خپلې ستونزې پخپلو کې سره حل او د پردۍ استخباراتي جګړې له لمبو نه راووزي. ځکه خو ډاکتر عبدالله او غني ته پکار دي چې د هوکړې په عملي اړخ کې د ولس لوی ارمان ته پام وکړي او په وړوکیو مسایلو نه وخت ضایع کړي او نه بحران پېچلی کړي.»

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: