ننګرهار کې ۲۵۳ډوله مېوه‌جات حاصلات ورکوي

عزم (‌چهار‌شنبه، ۳۱ غويي، ۱۳۹۹ل): د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وايي، په دغه ولایت کې اووه ملي کلکسیونونه شته، چې پکې د مېوه‌جاتو څېړنې کېږي او ۲۵۳ډوله مېوه‌جات یې حاصلات ورکوي.

د یاد ولایت د کرنې رئیس انعام الله ساپی وايي، د دې ولایت ځمکه او ابُ هوا سبزيجاتو او مېوه‌جاتو ته ښه مساعده ده او په یادو برخو کې ورځ تر بلې پیل شوې څېړنې په بریالیتوب ترسره او ښه پایله ورکوي.

نوموړي زیاته کړه، په دې ولايت کې املوک، انار، زيتون، انځر، الوکاټ، خُرما، الوچه، شفتالو، زردالو، انګور، هندواڼه او نور مېوه‌جات کېږي چې هر کال په ټنونو مېوې نورو ولايتونو ته ترې صادرېږي.

د ساپي په خبره، ننګرهار ولايت د سړې، معتدلې او ګرمې ابُ هوا لرونکی ولایت دی، چې له نېکمرغه پکې لسګونه ډوله مېوه‌جات او سبزيجات کرل کېږي.

نوموړي وويل، چې د ننګرهار کرنې رياست له لوري د بڼوالۍ پراختيا مرکز په ۲۰۰۷ کال کې جوړ شوی، چې په دغه مرکز کې ۷ ملي کليکسيونونه شته، چې د ستروسو او مېوه‌جاتو کلکسيون ۶۵ ډوله، املوک ۲۴، انار ۷۹، زيتون ۱۵، انځر ۱۶، لوکاټ ۱۲، خُرما ۶، الوچه ۱۲، شفتالو ۸، زردالو ۸، يو تنه انار ۳، زردالو بریدلاين۷ او انګور ۲ ډولونه تر تحقيق لاندې نيول شوي او ښې پايلې لري. «له دې مرکز څخه يې موخه د مېوه‌جاتو د ښو نوعو پيدا کول او بزګرانو ته ور پېژندل دي، ترڅو بزګران هغه مېوه لرونکې ونې کېنوي، چې په دې ولايت کې يې مثبته نتيجه ورکړي وي .»

د ده په خبره، تازه یې د الوکاټو درې ډوله، د شفتالو دوه ډله، د ځمکني توت یو ډول او د زردالو دوه ډوله تر څېړنې لاندې نیولي وو، چې اوس یې بڼونه جوړ شوي او ښه پایله یې هم ورکړې ده. «هر کال په ياد مرکز کې ۷ زره ميټريک ټنه شفتالو او ۷ زره ميټريک ټنه الوکاټ تولېږي او بازار ته وړاندې کېږي.»

دی وايي، چې د دې ولايت په اته زره جريبه ځمکه کې باغونه جوړ شوي او هڅه کوي، چې د تحقيقاتو او ترويج په موخه دولتي باغونه جوړ کړي.

کرنې رئیس همدا راز د ځمکني توت په اړه وویل، چې ډېر ژر به دې مېوې ته په ننګرهار ولايت کې وده ورکړل شي او تجارتي بڼه به غوره کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: