دولتي چارواکي په څرګنده د کندز د کلینک له ویشتلو انکار کوي، خو په خپل منځ کې یې په نښه کېدل لمانځي

عزم (سه شنبه، ۳۰ غویی، ۱۳۹۹): نن سه شنبه د کندز د چهاردرې ولسوالۍ په منګ تپه سیمه کې پر یوه کلینک باندې هوايي برید وشو، چې له امله یې د کلینک ځینې برخې تخریب شوې دي.

د کندز د عامې روغتیا رییس، احسان الله فضلي، نیویارک ټایمز ته ویلي چې په برید کې ځينې ناروغان او د کلینک عمله ټپیان شوي، خو څوک وژل شوي نه دي. ځینې نور راپورونه بیا د دوو کسانو وژل کېدو ته اشاره کوي.

د عبدالوالي په نوم د کلینک یوه نرس ویلي چې د برید پر مهال په کلینک کې ۵۰ کسان وو. هغه وايي، ”دروازې، د پهره دار خونې ولګېدې. زموږ ایمرجنسي څانګه ویجاړه شوې ده“.

د نوموړي په خبره، ”طالبانو خپل ټپي جنګیالي کلینک ته راوړل، خو ولسي وګړي هم [په کلینک] کې وو“.

بلخوا، د دفاع وزارت یوه ویاند، فواد امان، نیویارک ټایمز ته د کوم کلینک له ویشتل کېدو انکار کړی دی.

 اما په کندز کې د امنیتي ادارو په خپلمنځي خبرو کې، چې نیویارک ټایمز لیدلې، په یوه پیغام کې ویل شوي چې د دولتي ځواکونو A-29 الوتکې ”په چهاردره ولسوالۍ کې د ټپي طالبانو د تداوي مرکز“ ویشتلی دی.

ډاکتر مجید محسن، د هغه مؤسسې مشر چې دا کلینک چلوي، ویلي چې دا مرکز لس کاله وړاندې جوړ شوی او اته کسه عمله یې درلوده. کلینک د جنګي بندیانو د تداوي، د نسايي – ولادي خدماتو، واکسینونو او په سوءتغذیه د اخته ماشومانو د مراقبت په شمول لومړني روغتیايي خدمتونه وړاندې کول. نوموړې زیاته کړې چې کلینک به هره ورځ تر ۸۰ پورې ناروغان کتل.

د یادونې وړ ده، تېره شپه طالبانو د کندز ښار په څنډو کې پر امنیتي پوستو باندې بریدونه پیل کړل. د بریدونو په غبرګون کې دولتي ځواکونو هوايي بریدونه وکړل، چې د نورو اهدافتو ترڅنګ یې یاد کلینک، د مرکز په عاق سیمه کې یو جومات او په علي آباد ولسوالۍ کې یوه کوچنۍ کشتۍ ویشتې ده.

د راپورونو له مخې، نن ماسپښین یاده کشتۍ په عمرخېلو سیمه کې د کندز له سینده د پورې وتو پر مهال بمبار شوه، چې د ښځو او ماشومانو په شمول د لږترلږه ۶ کسانو د شهادت ترڅنګ ۷ نور پکې ټپیان شول.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: