بلخ کې د کرېکټ لوبغالي د جوړېدو چارې پیل شوې

عزم (‌سه‌شنبه، ۳۰ غويي، ۱۳۹۹ل): د بلخ کرېکټ لوبغالي رغنیزې چارې چې تر اوسه د ځمکې په لېږد کې د شته ستونزو له امله نه وې پیل شوې، د پروسې له بشپړېدو وروسته له تېرو څو ورځو راهیسې یې کارونه په معیاري او چټکه توګه پیل شوي دي.

دغه لوبغالی چې د هندوستان سفارت په مالي مرسته جوړېږي، تدارکاتي پروسه یې د اقتصاد وزارت په همکارۍ ترسره شوې او د جوړولو قرارداد یې له فوشنج ودانیز شرکت سره لاسلیک شوی دی.

یاد لوبغالی چې د یو نیم کال په موده کې د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې جوړېږي، د امو زون په کچه به تر ټولو معیاري لوبغالي وي، چې سربېره پر دې به د لوبغاړو لپاره مېلمستون، دوه منزله پوېلین او نورې اړوند اسانتیاوې ولري چې له ۴۰۰۰ زیات نندارچیان به له نږدې پکې د کرېکټ لوبې ننداره کړی شي.

نږدې دوه لسیزې کېږي چې په افغانستان کې کرېکټ مروج شوی دی، خو د کابل په ګډون د هېواد یو ولایت هم یو معیاري لوبغالی نه لري، چې افغان لوبغاړي پکې لوبې وکړي.

اوس‌مهال په کابل، ننګرهار، خوست او کندهار کې واړه لوبغالي جوړ شوي، چې تر ډېره معیاري نه دي او یوازې د څو زره ننداره چیانو د ځایېدو وړتیا لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: