ویسا: د غني ـ عبدالله جوړه؛ ټاکنو ته اړتیا نه وه

عزم (‌سه‌شنبه، ۳۰ غويي، ۱۳۹۹ل): ویسا ورځپاڼې په خپله نننۍ سرلیکنه کې د اشرف غني او عبدالله عبدالله په تازه جوړجاړي بحث کړی دی. ورځپاڼې لیکلي، له درې میاشتني اختلافاتو وروسته دواړه سره جوړ شول؛ خو که دوی دواړه جوړېدل، نو بیا ټاکنو ته څه اړتیا وه؟ «د غني او عبدالله تر منځ بالاخره له درې میاشتو اوږدو لانجو وروسته سیاسي هو کړه وشوه. په څو دلایلو دې هوکړې ته اړتیا ده: لومړی دا چې درېغه د ولسمشرۍ له درغلیو او تقلب ډک انتخابات نه وای تر سره شوي او د سولې پروسې ته توجه شوې وای چې د افغان ولس تر ټولو ستر ارمان او ضرورت دی.»

د سرلیکنې له مخې، اشرف غني د سولې پر ځای ټاکنو ته مخه کړه، چې وسره یې د جګړې ډګر نور هم تود کړ.«متاسفانه د سولې پر ځای چارواکیو انتخاباتو ته مخه کړه چې هغه بیا په یوه نوي بحران واوښتل. کله چې دوه د لوړې مراسم تر سره شول له هېواد عملآ د یوې خطرناکې فاجعې پر کړنګ ودرېد. هر شېبه ددې امکان ؤ چې ولس له نویو بد مرغیو سره مخ شي. تر دې چې هېواد د ټوټه کېدو کواښونه وو. کله خو ددغه حالت د پایته رسېدو لپاره د یوه سیاسي جوړجاړي اړتیا وه. سره له دې چې دغه جوړجاړی خپلې قانوني او ټولنیزې ستونزې لري.»

ورځپاڼې له دواړه غوښتي، چې نور دې د جګړې ګټلو شعارونه نه ورکوي، بلکې د ملت غوښتنې هیلې ته دې مثبت ځواب ووايي، ځکه ملت سوله غواړي. «دواړه لوري دې دغه جوړجاړی یو فرصت وبولي. هېواد او نړۍ په یوه خطرناک حالت کې ده، په افغانستان کې پر کرونا سربېره د جگړې دوام او د فقر د کچې لوړوالی هره شېبه ولس له نویو غمیزو سره مخ کولای شي. دواړه لوري دې دې حالت ته پام د ملي یووالي د ټینګښت او پایښت او د سولې لپاره مخلصانه هڅې وکړې. زموږ د هېواد بقا په همدې دوو مسالو پورې تړلې ده. ملي یووالی د یوه ولس د بقا او سلامتۍ ډال دی. که په دغه ډال کې درزونه وي هغه ولس د حوادثو له وړې څپې سره بربادولای شي.»

د ویسا په باور، اوسنی حکومت باید د نړیوالو غبرګونونو ته هم پام وکړي، چې له دواړو یې وغوښتل چې سوله او بین الافغاني خبرې دې لومړیتوب وګرځوي.

«سوله مو د ولس لپاره ژوند په معنا ده، که غني او عبدالله د سولې پروسه صادقانه ګړندۍ نه کړي او ولس له دې پردۍ جګړې نه راونه باسي دغه سیاسي جوړجاړی به یې د واک وېش او د کرسیو او امتیاز د ونډو کچې ته راتیټ شي، ولس به له دواړو مخ واړوي. دغه جوړجاړی په لوي فرصت بدلېدای شي. د هر با ضمیره افغان د زړه له کومي دا هیله ده چې خدای دې دغه فرصت نه ضایع کوي. لازمه ده دې ټکي ته اشاره وکړو چې تر اوسه پورې په ملي او نړیواله کچه د ډاکتر غني او ډاکتر عبدالله د سیاسي هوکړې په تړاو او کوم غبرګونونه ښودل شوي دي، په دې ټولو کې همدغه مساله یاده شوې چې اوس د بین الافغاني خبرو د پیل او د سولې پروسه چټکه شي، چې همدا د افغان ولس تر ټولو ستر ارمان دی.»

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: