’هره ورځ ګرځېدل او ژوند کې تنوع راوستل مو خوشحالي زیاتوي‘

عزم (سه شنبه، ۳۰ غویی، ۱۳۹۹): په یوه نوې څېړنه کې ویل شوي چې هره ورځ ګرځلاو او په ژوند کې تنوع راوستل پر ذهن باندې مثبتې اغېزې لري او خوشحالي زیاتوي.

دا تحقیق د Nature Neuroscience په نوم ژورنال کې خپور شوی دی.

تحقیق کوونکو موندلې چې هره ورځ نوې او بېلابېلې تجربې ترلاسه کول له مثبتو احساساتو سره تړاو لري.

د دې تحقیق دوو برخوالو اینورس خپرونې ته ویلي چې هره ورځ نوي څه ترلاسه کول، زیات ګرځېدل او د نویو ځایونو او تجربو کشفول نه یوازې دا چې په انسان کې د خوشحالۍ حس زیاتوي بلکې ذهن ته یې هم ګټه رسوي.

دوی سپارښتنه کړې چې په ورځ کې باید انسان لږترلږه یو نوی او بېل فعالیت ولري.

د دې تحقیق د څېړونکو په اند، د یوې خوشحالې او له تجربو ډکې ورڅې اغېز دویمې ورځې ته هم پاتې کیږي. مطلب دا چې که نن مو کومه نااشنا او نوې تجربه ترلاسه کړه، ښايي یوازې نن نه بلکې سبا هم ښه احساس وکړئ، خوشحاله به یاست او د ذهني فشار او خفګان کچه به مو کمه وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: