ویسا ورځپاڼه: تر هوکړې وروسته دې دواړه د ولس ارمانونه نه خاورې کوي

عزم (‌دوشنبه، ۲۹ غويي، ۱۳۹۹ل): ویسا ورځپاڼې په خپله نننۍ سرلیکنه کې د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ په شوې هوکړه بحث کړی دی. ورځپاڼې لیکلي، له څو میاشتني جنجال وروسته د دواړو ترمنځ سیاسي لانجه حل شوه، خو هغه اندېښنې لا تراوسه پر ځای پاتې دي، چې راتلونکي حکومت به د پخوا په څېر بیا ستونزې وي اوکه‌نه؟

«د غني او عبدالله تر منځ د سیاسي هوکړې له لاسلیک سره څو میاشتې سیاسي جنجال پای ته رسیږي، د دوو حکومتونو مسأله ختمه او د تاوده ټکر مخه نیول کیږي، خو څو اساسي ستونزې لا پر ځای دي چې راتلونکی به هغو ته ځواب  وايي چې څه به پېښ شي. لومړی دا چې د غني او عبدالله په هوکړه کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو پایلې هم تائید شوې او هم رد شوې. په دې معنې چې په صراحت د هغو د پایلو په باب څه نه دي ویل شوي د حکومت پر چوکاټ د عبدالله ور شریکېدل په دې معنا دي چې غني یې د ولسمشر په توګه منلی او د انتخاباتو پایله مشروعیت لري. خو د توافق له مخې له خپل انتخاباتي ټکټ پرته چې ولسمشر غني خپل سیاسي سیال ته د دوهم مقام پروتوکول مني دا پخپله د ولسمشرۍ  د انتخاباتو د پایلو د نه منلو په معنا دی. همدغسې د سیاسي جوړ جاړي تړون هم د پخوا په څېر په همدې معنا دی او د عبدالله لوری به د پخوا په څېر د لانجو پر مهال دا استدلال خامخا کوي چې د اشرف غني حکومت د یوه سیاسي تفاهم زیږنده دی.»

د سرلیکنې له مخې، د ټاکنو پایلې بیا هم معلومې نه شوې؛ ځکه که اشرف غني ګټلی وی، نو بیا اوسني جوړښت ته څه اړتیا وه. «که اشرف غني ځان قانوني او د ولس په رایو راغلی ولسمشر وبولي د سولې جدي مخالفت به وکړي او له طالبانو سره د جوړجاړي پیل شوې پروسه به حتما له ناکامۍ سره مخ شی. که ډاکتر عبدالله له ولسمشر سره په جنجال کې پاتې شي طبیعي ده چې نوموړی به د سولې په پروسه کې د غني پر خلاف ډېر فعال شي. که د بهرنیانو ملاتړ ور سره وي بیا به د تېر دوه سره حکومت وضعیت تکرار شي. دلته بیا د لوبې ډګر بشپړ بهرنیانو ته پاتې دي، دوی که په افغانستان کې بحران او جګړې ته دوام ورکوي د ډاکترانو تر منځ به جنګ مغلوبه تود وساتي ملي مسایل به پر ځای پاتې وي او یاران به په خپلو کې د وړوکیو امتیازاتو پر سر سره لاس او ګرېوان وي. نور ولس به د داعش او حکومت او بهرنیانو د جګړو په اور کې سوځیږي.»

ورځپاڼې له دواړو غوښتي، چې دا ځل دې د ولس هیله«سوله» ته دې مثبت ځواب ورکړي. «که زموږ ولس له حکومت پرته یو داسې ملي محور درلودای چې په مصیبت کې د ولس رسا غږ اوچت کړي او د حکومت قبله سمه کړي، بیا اندېښنه نه وه، په اوسني حالت کې به یوازې همدغه دعا کوو چې الله دې د چارواکیو پر زړونو د رحم اوبه تویې کړي چې نور ولس د خپلو سپېرو ارمانونو قرباني نه کړي.»

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: