د طالبانو د مذاکراتي ټیم له مشر شیرمحمدعباس ستانکزي سره دعزم ځانګړې مرکه/پښتو؛ لیکنیزه بڼه

یادونه: د مرکې غږیزه برخه دلته اوریدلای شئ!

محترم ستانکزی صاحب ښه راغلاست او ډیره مننه چې وخت مو راکړ.

عزم: د لومړۍ پوښتنې په توګه، د کابل حکومت د توافقنامې سره سم طالب بندیان خوشې نه کړل،آیا په دې برخه کې د ارګ چارواکو په خپلواکه توګه خنډ جوړ کړ، که د امریکایانو مخفي او مستقیمه لاسوهنه ددې کار لامل شوه؟

ستانکزی: بسم الله الرحمن الرحیم
نحمده ونصلی علی رسوله الکریم اما بعد.

د هغې توافقنامې مطابق چې د۲۰۲۰کال د فبروري پر ۲۹مه نیټه د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ په دوحه کې لاسلیک شوه، باید د همدې کال د مارچ تر لسمې امریکایي لوري، د اسلامي امارت ۵زره زندانیان چې د هیوادپه مختلفو زندانونو کې شتون لري، آزاد کړي وای او په همدې ترتیب باید اسلامي امارت د هغوی اړوند ۱۰۰۰تنه بندیان ورخوشې کړي وای، چې ورپسې سملاسي بین الافغاني مذاکرات پیلیدل.
خو متأسفانه چې د توافقنامې پر دغه لومړي بند عمل ونه شو او تر اوسه تاسو وینئ چې د اسلامي امارت مجاهدین لا هم د هیواد په بند خونو کې د بند شپې ورځې تیروي.
بین الافغاني مذاکرات چې د بندیانو تر خلاصون سملاسي وروسته د مارچ پر لسمه نیټه پیلیدل او د کابل ادارې او اسلامي امارت ترمنځ پر عمومي اوربند بحث شوی کیدونکی وه؛ متأسفانه امریکایانو د توافقنامې د عملي کولو په دغه بند کې ناکام راغلل او لا تر اوسه هم دا موضوع جنجالي شوې او لا حل نه ده.

عزم: د ملي امنیت شورا د ۱۵۰۰طالبانو له خلاصون سره سم د بین الافغاني مذاکراتو پیل غوښتی، خو توافقنامه کې بیا ددې لپاره د ۵۰۰۰بندیانو خلاصون شرط بلل شوی؛ستاسو غبرګون څه دی؟

ستانکزی: د امنیت شورا دا غوښتنه چې ګواکې د ۱۵۰۰طالب بندیانو د متفرقه خوشې کولو وروسته باید سملاسي بین الافغاني مذاکرات پیل شي، په داسې حال کې چې تر اوسه یې آزاد کړي بندیان هم پخپله خوښه دي او زمونږ د ورکړي لیست له مخې بهیر مخته نه ده تللی؛ مونږ یې په هکله وایو، تر هغو چې زمونږ ۵زره زندانیان آزاد نه شي، هیڅ بین الافغاني مذاکرات نه پیلیږي او ددې مذاکراتو د ځنډ مسؤلیت به هم د کابل ادارې او د امریکایانو پر غاړه وي.

عزم: وروسته تر هغه چې امریکایي استازي زلمي خلیلزاد هند ته سفر وکړ او د هغه له چارواکو یې وغوښتل چې د افغانستان اړوند ستونزې مخامخ له طالبانو سره شریکې کړي، خو هند یې په غبرګون کې وویل چې طالبان باید د افغانستان دیموکراتیک حکومت په رسمیت وپیژني؛ ستاسو ځواب هند ته څه دی او که راته ووایی چې له هند او نورو ګاونډیانو سره د طالبانو سیاسي اړیکې په کومه کچه دي یا یې غواړئ؟

ستانکزی: ګورئ د افغانستان اسلامي امارت د سولې بهیر له پیله چې له څوکلونو را په دې خوا دوام لري، په ځلونو یې اعلان کړی دی چې مونږ له هر شخص، هرې ډلې او هر هغه هیواد سره چې هغه د افغان سولې په برخه کې مثبت ګام ایښودلای شي، مونږ یې هرکلی کوو او ستایو یې.
او په دې موده کې چې د اسلامي امارت سیاسي دفتر په قطر کې خپل فعالیت پیل کړی تر اوسه لسګونو نړیوالو هیوادونو، حتیٰ هغوی چې افغانستان کې نظامي حضور لري، زمونږ له سیاسي دفتر سره په تماس کې شوي او د سولې په برخه کې یې خپله همکاري ډاګیزه کړې ده.
زه باید ووایم چې که د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته، د هند حکومت دې ته تیار وي چې د افغان سولې په برخه او دغه راز د افغانستان د بیارغونې په ارسه کې، غواړي مثبت ګام واخلي، مونږ ورته ښه راغلاست وایو.
اسلامي امارت څه موده وړاندې هم اعلان کړه چې، که د هند حکومت غواړي د افغانستان د سولې په برخه کې مثبت ګامونه واخلي، مونږ تیار یو چې ورسره په تماس کې شو.
مګر په تأسف سره باید ووایم چې په وروستیو څلورو لسیزو کې د هند حکومت په افغانستان کې منفي پالیسي مخته وړې.
د شوروي د اشغال پرمهال د هند حکومت د یوې ډلې خاینینو کمونستي وطن پلورونکو څخه چې د وخت اشغالګر قوت واک ته رسولي وه، له هغوی دفاع کوله او د افغانستان خلک چې ددې خاوري اصلي مالکین وه، شاته پریښي وه، د افغانستان جهاد یې په رسمیت نه پیژانده او له هغه یې ملاتړ نه کاوو.
اوسمهال هم تاسو وینئ چې د امریکایي اشغالګرو لخوا محدودې فاسدې کړۍ چې د واک پر ګدۍ کینول شوي، هند یې په رسمیت پیژني او ورسره خپل سیاسي، نظامي او مالي روابط پالي، نه د افغانستان له ملت سره.
دوی “هند” د تاریخ په اوږدو کې همیشه د افغانستان خلک پریښي او د بهرنیانو څو لاسپوڅي یې په رسمیت پیژندلي او له هغوی سره په اړیکه کې دي.
خو له دې ټولو سره سره، که هند خپلې پالیسي ته تغیر ورکړي، خپلې شخصي ګټې پریږدي او د افغانستان د سولې او بیارغونې لپاره دراتلونکي”نوي افغان اسلامي حکومت”سره زمونږ د ملي ګټو په رڼا کې چلند وکړي، په دې برخه کې مثبت ګامونه واخلي؛ نو اسلامي امارت تیار دی چې له هغوی سره په اړیکه کې شي.
خو که دوی غواړي خپلې شخصي موخې او ګټې د افغانستان په داخل کې حمایه کړي او د هغو په مطابق خپله پالیسي مخته یوسي،نو دې ته به یې هیڅ وخت اجازه ورنکړل شي.
دا نه یواځې هند ته بلکې د ګاونډیانو په ګډون د نړۍ هیڅ یوه هیواد ته به اسلامي امارت اجازه ورنکړي ترڅو په افغانستان کې خپلې شخصي ګټې ولټوي.

عزم: که یو ټولشموله حکومت اعلان شي او سبا تاسو ته د مذاکراتو وړاندیز وکړي، آیا تاسو اماده یاست، منحیث نظام ورسره خبرې وکړئ، که خپلو پخوانیو شرطونو ته ژمن یاست؟

ستانکزی: د بین الافغاني مذاکراتو په اړه چې تاسو وویل چې د کابل ادارې سره به کله وشي، مونږ باید په واضحه توګه دا و وایو چې د افغانستان اسلامي امارت له شروع تر اوسه بار بار ویلي چې د افغان ولس اکثره برخه له امارت څخه ملاتړ کوي او امارت اسلامي هم د ټول افغان قشر په نمایندګي له اشغالګرو ځواکونو سره مقابله وکړه او همدغه دافغان ولس ملاتړ وو چې اشغالګر ځواکونه یې له ماتې سره مخ کړل او له دوی سره د تړون لاسلیک کیدلو ته کیناستل او لاسلیک یې کړ.
خو یو شمیر مخالفین چې وجود لري او د افغانستان اسلامي امارت سره سیاسي مخالفت لري مونږ غواړو چې بین الافغاني مذاکراتو کې له دوی سره کښینو او یو سیستم جوړ کړو چې راتلونکي کې د ټولو لپاره په افغانستان کې د خوښې وړ وي.
د کابل اداره داسې یوه اداره ده چې شل کاله وړاندې د بهرنیو اشغالګرو په مټ افغانستان ته ننوتل، نو چې کله له افغانستان څخه بهرني ځواکونه وځي دغه اداره هم باید له منځه لاړه شي او پر ځای یې داسې یوه حکومت په بین الافغاني مذاکراتو کې رامنځته شي چې ټولو افغانانو ته قابل قبول وي.
تاسو ولیدل چې دغې ادارې شل کاله د افغانانو وینې وڅښلې او د همیشه لپاره یې د افغان ملت منافعو باندې د بهرنیانو منافعو ته ترجیح ورکړې، تاسو ولیدل چې څه موده وړاندې یې جعلي انتخابات وکړل چې افغان ولس په قاطع توګه رد کړل او چا رایه ورنکړه، خو دوی بیا هم د افغان ولس په سترګو کې خاورې وشیندلې او خپلو ټاکنو ته یې ډول ډول غولونکي اعلانونه وکړل؛ خو له دې ټولو سره سره تاسو ولیدل چې په میاشتو میاشتو د ټاکنو نتیجه اعلان نه شوه او له اعلان وروسته د ټاکنو ګټونکی نه وو معلوم، همدا مهال دوه تنه په یو هیواد کې ځانونه ولسمشران بولي، دا زمونږ د هیواد حالت دی.
بناء مونږ چې له امریکایانو سره د سولې تړون لاسلیک کړ، د بندیانو د خلاصون خبره مو له امریکایانو سره وکړه، مونږ پوهیدلو چې د کابل اداره د دې صلاحیت او اختیار نه لري او له همدې امله مو دا هر څه له امریکایانو سره لاسلیک کړل، خو بیا هم د هیواد د ملي منافعو په خاطر او د نړیوالې ټولنې دغوښتنې په اساس مونږ حاضر یو چې د افغانستان اسلامي امارت د سیاسي مخالفینو سره کینو.
خو یوه خبره دا چې په مذاکراتو کې به د کابل ادارې یو نماینده هم په داسې توګه موجود نه وي چې د کابل ادارې نمایندګي وکړي تر څو د بین الافغاني مذاکراتو له لارې

داسې یو حکومت رامنځته کړو چې هغه ټولو افغانانو ته د خوښې او منلو وړ وي.

عزم: د کابل حکومت د بندیانو تر آزادولو او بین الافغاني مذاکراتو وړاندې په وار وار د اوربند غوښتنه کوي، په دې هکله ستاسو غبرګون څه دی؟

ستانکزی: د بین الافغاني مذاکراتو او اوربند په برخه کې باید دا واضحه کړو چې د امریکا او اسلامي امارت د توافقنامې تر لاسلیک وروسته د دواړو لوریو”اسلامي امارت او امریکا”ترمنځ بشپړ اوربند پلی شوی او د کابل مزدوره اداره چې لا هم جګړې ته دوام ورکوي، دا نو بیا بله موضوع ده چې باید په بین الافغاني مذاکراتو کې ورباندې بحث وشي او د جګړې د درولو لپاره یو توافق باید ددواړو لوریو ترمنځ رامنځته شي.
خو تر هرڅه وړاندې باید ۵زره زندانیان آزاد شي چې امریکایان پرې لا هم بریالي شوي نه دي، بنأ له همدې کبله بین الافغاني مذاکرات ځنډیدلي او ددې چارو ټول مسؤلیت بیرته د امریکا پرغاړه دی چې هغوی د توافقنامې یو بند چې مهم او لومړنی بند وه، عملي نشو کړای او مونږ غواړو چې امریکایان باید هرڅومره ژر خپله ژمنه پوره کړي تر څوبین الافغاني مذاکراتو ته زمینه برابره او اوربند باندې خبرې وشي.
تاسو پوهیږئ په دې برخه کې د کابل فاسده اداره هم پلمې لټوي او هغوی نه غواړي چې په هیواد کې سوله راشي او هغوی خپل پنځه کلن واک ته دوام ورکړي.
تاسو ګورئ چې تر توافقنامې وروسته د هغوی عملیات ورځ تربلې شدید شوي او هره ورځ په لسګونو عملیات اجراء کوي او ورځ تر بلې لسګونو هیوادوالو ته مرګ ژوبله ور اړوي.

عزم: اشرف غني د کابل او ننګرهار تر بریدونو وروسته چې داعش ډلې ترسره کړل، پر طالبانو د یرغلیزو بریدونو د پیل حکم وکړ، تاسو یې په هکله څه وایاست؟

ستانکزی: هو! تاسو ولیدل چې د دې ادارې سرګروف اشرف غني خپلو اجیرو قواوو ته هدایت ورکړ چې پر مجاهدینو تعرضي عملیات پیل کړي، نو دې اعلان ته په کتو سره دوی تعرضیان شول او هرځای کې دوی زمونږ پر مجاهدینو حمله کوي، مونږ مجبور یو چې له خپله ځانه دفاع وکړو.
د اشرف غني تر دې اعلان وروسته باید امریکایان د توافقنامې له مخې د کابل ادارې د تعرضي حملو ملاتړ ونکړي له همدې کبله اوس مهال د بین الافغاني مذاکراتو د ځنډ او د جګړې د دوام مسؤلیت د کابل د فاسدې ادارې پرغاړه دی..

عزم: دبیان آزادي پر وړاندې مو سیاست څه ډول دی، آیا د هیواد داخلي رسنیو، چې ددې برخې لوی عنصر بلل کیږي، واقعا خپل اړوند مسؤلیتونه ترسره کړي دي او پیغام مو ورته څه دی؟

ستانکزی: مونږ د بیان آزادي ته ژمن یو، هغه آزادي چې هغه کې سالم انتقاد وي.
مونږ د هیواد په داخل کې له ټولو رسنیو غواړو چې باید خپل ملي منافع په پام کې ونیسي او تر هرڅه زیات باید سولې او د روانې جګړې د ختمیدو لپاره هڅې وکړي.
د مفسدې او لاسپوڅې ادارې له ملاتړ او د هغو افکارو، نظریاتو او اعتقاداتو چې لویدیځو اشغالګرو زمونږ پر هیواد تپلي، باید پرهیز وکړي.

هغو رسنیو ته چې سالم انتقادات کوي، ملي منافع په نظر کې نیسي، مونږ ورته احترام لرو او تل یې حمایه کوو.
هغه رسنۍ چې په منفي لوري ځي، جګړو ته لمن وهي همداراز له اشغالګرو ملاتړ کوي مونږ هغوی غندو باید دا کار ونکړي او د افغاني رسنیو په څیر باید خپل رسالت په نظر کې ونیسي او تر هرڅه زیات خپلو منافعو ته اولویت ورکړي او مهم یې وبولي.

عزم: محترم ستانکزی صاحب! دا چې له زیاتو مصروفیتونو سره سره مو عزم ویبپاڼې ته خپل قیمتي وخت ورکړ، یوه نړۍ مننه

ستانکزی: ستاسو څخه هم نه مننه کوم چې مونږ ته مو ددې وخت او موقع راکړه چې د خپل ګران هیواد اففانستان اړوند د مختلفو موضوعاتو په هکله خپل اظهار د نظر وکړم؛ مؤفق مو غواړم، بریالي اوسئ

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: