اروپایي ټولنه:کابل کې پر زیږنتون برید ښکاره کوي، چې موخه یې د سولیزو هڅو مخنیوی وو

عزم (جمعه،۲۶غویی، ۱۳۹۹):د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي رولانډکوبیا په تازه ټویټري پیغام کې د کابل برید غندلی او “وحشیانه”مرموزه هڅه یې بللې ده.

کوبیا ویلي: «د زېږیتون د ټولوژنې په څېر یو ستر قتلِ عام ممکن دا هدف یا عواقب ولري چې د سولې د پروسې د پیلولو لپاره د کاواکه هڅو مخه ونیسي.»

نوموړی زیاتوي، دلته “ډېر سوله نه غواړي” نو په وینا یې چې « څوک باید د هغوی په دام کې پرېنوځي»

کوبیا ویلي دي چې له غوسې او درد سره سره، هدف باید اوس د سولې لپاره مذاکرات وي.

د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی داسې مهال دا څرګندونې خپروي چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي هم ویلي چې د امریکا ارزونې ښیي چې د کابل برید د داعش ډلې لخوا طرحه شوی وه او ټینګار یې کړی، چې باید څوک له دې سوژې څخه په استفادې سره د سولېزو هڅو د مخنیوي کوښښونه ونکړي.
اشرف غني دداعش ډلې تر دې برید وروسته په ناڅاپي توګه پر طالبانو د تعرضي بریدونو د پیل ګواښ وکړ، خو طالبانو د بالمثل خبرداري ترڅنګ په یوه اعلامیه کې وویل چې د ارګ چارواکي د خپل نیمګړي واک د غځولو لپاره له هرې ممکنه لارې هڅې کوي.
بلخوا طالبانو په یوه توضیحاتي مدلل پیغام کې په دغه برید کې د کابل ادارې چارواکي ښکیل بللي او د هر اړخیزې څیړنې غوښتنه یې کړې ده

راپور یې دلته ولولئ

طالبانو د کابل وحشیانه برید د دولت پلوه مغرضو کړیو کار بللی او د شفافوڅیړنو غوښتنه یې کړې

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: