داعش؛ که د حکومت او امریکا قراردادي قاتلان!؟

خط اول:
اوس ټولو ته معلومه ده، چې داعشیان څوک دي او تر شا یې پټ خلک پرې کوم کارونه کوي.؟ له ۲۰۱۴ز کال راهیسې چې داعش راپیدا شوی، تراوسه یې داسې کار نه دی کړی، چې هغه دې له اسلام سره برابر وي؛ بلکې ټول کارونه یې د اسلام ضد ترسره کړي دي. الحمدلله په عراق او سوریه کې یې ټغر ورټول شو، خو په افغانستان کې لا هم د داعش نوم پاتې دی. په ننگرهار او کونړ کې طالبانو د داعش بېخ وویست؛ خو اوس پاتې داعشیان د امریکا په سفارت او د حکومت د ملي امنیت په ریاست کې ناست دي، چې تر هغه ځایه د طالبانو لاس نه ورسېږي او حکومت خو هسې هم ورته څه نه وايي.
د تېرې سې شنبې په ورځ داعش په ننګرهار کې د یو اربکي قومندان په جنازه کې چاودنه وکړه، چې له امله یې له ۳۰ډېر خلک ووژل شول او ۶۱نور ټپیان شول. په همدغه ورځ یې په کابل کې پر یو روغتون برید وکړ، چې ډاکټران، نرسان او ماشومان یې په نښه کړل. داعش له پیله نړۍ ته د اسلام تصویر وژل، د مسجدونو شهیدول، د دوی مخالفین په اور سوځول، په روغتونونو بریدونه کول او په جنازو کې چاودنې کول، وړاندې کوي. دوی تراوسه داسې د سړیتوب او انسانیت کار ونه کړ، چې خلک ترې متاثره شي، بلکې د دې ډلې غړي ډېر وحشیان، بې‌رحمه او د امریکايي کمپنۍ«بلک واټر» په شان د انسان په جامه کې وحشیان دي.
داعش له پیله د خلافت دعوه کوي؛ خو د خلافت له اصلي مخالفینو«امریکا او اروپا» سره هېڅ ستونزه نه لري او نه یې ګټې په خطر کې اچوي، بلکې دوی ته د خلافت اصلي مخالفین د افغانستان شیعه‌گان ښکاري، چې هم یې غونډې، هم یې لاریونونه او هم یې امام بارگاوې په نښه کوي. ځکه غواړي چې په افغانستان کې هم د عراق لوبه پیل کړي او د سني او شیعه ترمنځ جگړه پیل کړي. هم به امریکا ته د پاتې کېدو پلمه په لاس ورشي او هم به دلته خلک په خپلو کې سره ښه ووژني.
د داعش له پروژې، د دوی د اصلي څېرې او د امریکا او حکومت له اجرتي وژونکې ډلې هېڅ انکار نه‌شي کېدای؛ ځکه اوس دلته ماشومان هم پوهېږي، چې داعشیان څوک وو او څه یې کول؟ د داعشیانو له اصلي څېرو د ننگرهار خلک ښه خبر دي؛ ځکه په ننگرهار کې یې هم څو میاشتې هوايي خلافت ترسره کړ، چې په امریکايي الوتکو کې به ورته حتا تیاره خواړه هم راتلل.
اوس څه پکار دي؟
د داعش اوس یوازې نوم پاتې دي او د حکومت په اشاره کله نا کله داسې بریدونه کوي، چې د خلکو خولې د حکومت نه واوړي او خلک په داعش پسې خبرې شروع کړي. له تېرې یوې میاشتې راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې د حکومت ځینې کړنې سختې تر نیوکو لاندې وې، چې حتا د حکومت فېسبوکي خیاطانو هم وننگولې او یې غندلې. امریکا ته پکار ده چې نور له افغانستانه په مسوولانه ډول ووځي او خپل ټول عسکر وباسي. حکومت دې هم د سولې په خبرو کې د خنډونو د جوړولو پر ځای لا اساني راولي او له طالبانو سره دې بین الافغاني خبرې پیل کړي. عام خلک هم باید د سولې په باب د حکومت ضد هڅې وغندي او پر ضد یې راپورته شي. نور باید په افغانستان کې د وینې تویېدنې مخه ونیول شي او د سولې په مخ کې پراته خنډونه له منځه یوړل شي. که داسې ونه‌شي، نو څو کلونه به موږ نور هم د داعش له پېښو سره لاس او گرېوان یو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: