د حکومت مرستې د سر په بیه

خط اول:
کورونا ویروس نږدې ټوله نړۍ له ډار او بحران سره مخ کړې، خو جګړو-ځپلي او کمزوري هېوادونه یې د نورو په نسبت زیات له وارخطايي سره مخ کړي دي. د دې هېوادونو ولسونو ته د کورونا مخه نیول یو غم او د ویروس د مخنیوي د تدابیرو له امله رامنځته کېدونکی بحران بل غم دی.
د دې لپاره چې دا هېوادونه په دې سختو شېبو کې زیات زیان ونه ویني، نړیوالو یې له حکومتونو سره میلیوني مرستې کړې دي. د نورو هېوادونو خبره پر خپل ځای، رابه شو خپل هېواد ته.
د کورونا له خپرېدو سره سم، د کابل حکومت خزانې له بېلابېلو درکونو له دې ویروس سره د مبارزې لپاره تر ۵۴۰ میلیونه زیات ډالر ترلاسه کړي دي. خو په دې تر نیم میلیارد زیاتو ډالرو کې ولس ته له وچې ډوډۍ او څلورنیم کیلو غنمو پرته، هغه هم په ډېرو مشکلاتو، د حکومت لخوا بل څه نه وررسیږي.
بېوزله د هغو څو وچو ډوډیو ترلاسه کولو لپاره هم اعتراضونو ته اړ کیږي – چې په ځواب کې یې دولتیان په مرمیو او کنداغونو نازوي.
د ثور په شلمه، د غور په مرکز فیروزکوه کې د ولایت مقام مخې ته د ډوډۍ د ناعادلانه وېش له امله تش لاسو او بېوزله خلکو اعتراض کړی و. پولیسو تر لږ صبر وروسته پر مظاهره کوونکو او شاوخوا کسانو ډزې کړې او، د وروستیو معلوماتو له مخې، ۵ کسان یې شهیدان او ۱۹ نور ټپیان کړل.
پر تش لاسو مسکینانو د پولیسو د ناروا برید د توجیه لپاره والي، د ښار امنیه قومندان او نورو چارواکو ادعا کړې چې د مظاهره کوونکو لخوا پولیس قتل او ټپیان شوي، خو اوس ثابته شوې چې په ټوله مظاهره کې د دوو پولیسو له زخمي کېدو پرته د امنیتي ځواکونو بل کوم کس زیان نه دی لیدلی.
تر دې پيښې وړاندې، د لوګر د برکي برک د والسوال یوه ساتونکي د یوه خصوصي خیریه بنسټ لخوا د مرستو د وېش پر مهال پر سپین سرو او ښځو باندې وارونه کړي وو او هوايي ډزې یې هم کړې وې.
د حکومت تر لاس لاندې سیمو کې د مرستو ترلاسه کولو لپاره به اوس خلک دوه ځله فکر کوي. وبه وینو چې په راتلونکې کې حکومت د خلکو په نوم راټولې کړې پیسې په خلکو څنګه او څومره پرځای وېشي او آیا د سر بایللو د خطر امکان به پکې ورک شي او که نه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: