لوېدیځواله مور

 

‏زوړتون کې به د مور لیدو ته کله کله ورتلی، یوه ورځ له زوړتونه زنګ ورته وشو چې په بیړه ځان راورسوه، د مور دې د ژوند وروستۍ شېبې دي، دی چې ورغی د مور څنګ ته کېناست او هغه یې غېږ کې ونیوله، وروسته یې وپوښتله چې څه خدمت دې وکړم؟ هغې ورته وویل: نور خدمت نه غواړم، دې زوړتون ته پکي او یخچال واخله. ده په حیراني ورته وویل: تا پخوا ولې نه ویل چې داشیان دلته نشته، اوس نو تا ته څه ګټه کوي؟! هغې ورته وویل: زه له لوږې او ګرمي سره روږدې وم، دا ستا لپاره وایم، چې کله دې زامن دلته راوړي…

#کیسه_ګۍ

حامد افغان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: