دا مې غُر و، مخ مې بل دی ( طنز )

 

زموږ‎ په شا او خوا منطقو کې به پخوا د ستوني یوہ ناروغي د آیوډین یا نورو ویټامینونو د کمښت له امله پیدا کیدہ. د ستوني ججوري به و پړ‎سید او یوہ اضافي غوښه به ورسرہ پیدا شوہ. دا اضافي غوښه به د مرض د ډیر والي او کموالي په تناسب وہ. د ځینو خو به دومرہ غټه وہ لکه د فوټبال توپ. ھمدې اضافي غوښې ته به یې غُر وایه!
وایي: کوم سړ‎ي خپله غُرۍ میرمن ( غُر لرونکې ) د شپې په تیارہ کې ښکلوله چې ھغې ورته وویل: یه سړ‎یه! دا مې غُر دی، مخ مې بل دی!

دوستانو!

زہ په دې کې ھیڅ شک نه لرم چې مفکر صیب او ادارہ صاحبه یې گواکې د کرونا سرہ په مبارزہ کې جدي نه دہ.
د ھغوی جدیت له دې ښکاري چې ھمدا څو ورځې وړ‎اندې یې ټوله کابینه، ستر سلاکاران او ان ھغه سلاکاران چې لا ستر شوي نه دي او عمرونه یې تر دوہ ویشت کلنۍ ټیټ دي، د مستقلو او غیر مستقلو ریاستونو د ریسانو په شمول ارگ ته د مشورې لپارہ ور غوښتي و.
د دې فوق العادہ غونډې پر دایرولو څو ورځې مسلسل کار شوی و. غونډہ اضطراري وہ او نیغ په نیغه د مفکر صیب د ادارې او منیجمینټ د غښتلي او ورزیدہ ټیم د ماشومانو لخوا مدیریت کیدہ.

یو جھادی مشر د غونډې دھلیز ته په ځغاسته را ورسید او لا ھمالته په دھلیز کې پر پرتې څوکۍ د ساہ برابرولو لپارہ سم ناست نه و چې د ھمدې ورزیدہ ټیم یوہ ځوانکۍ جینۍ او ھغه ھم د مرحوم غني خان په قول؛ جوړ‎ سمبال لکه د ناوې پورته ښکته، نژدې ورغله او په انگریزۍ کې یې څه ورته وویل.
مشر ورته کړ‎ل: شما به پشتو نمي پامي؟ ھغې ځواب ورکړ‎: پشتو چیست؟ ما فارسي را کم کم یاد داریم.
مشر ورته وویل: ما را اینجا به مجلس خواسته که روی کورنا را بگیریم، خو در اینجا شما دختر ھا و بچه ھای جوان در دست کمپیوتر ھا را گرفته بالا و پائین میگردي، شما ھم روی کرونا را میگیري؟
ھغې ورته وویل: نه خیر، ما تیم مدیریت استیم. شما را در وقت مجلس….. یک دقیقه او بیا یې ژر پخپل لاس کې د نیولي آی پیډ په گوگل کې د کوم شي پلټنه وکړ‎ہ، تر لږ‎ ځنډ وروسته یې ورته کړ‎ل: تیم ما شما را در مجلس از عقب تغذیه میکند!
د جھاد ټیکه دار وار خطا شو، له خپل ځایه پاڅید او جینۍ ته یې وویل: ما امروز روزہ گرفتیم، نمې خواھیم از ھیچ طرف تغذیه شویم، نه از پیش نه از پس.
باز ھم اگر شما شوق تغذیه ما را از عقب دارید، اینجا، خالد، وحید عمر، فضلي و مثل اینھا زیاد است، انھا را پیدا کنید!
ھغه ھمدا وویل او نور په چټکو گامونو د مجلس خونې ته ننوت!
له غرب څخه راغلی د مفکر صیب د ادارې او منیجمنټ د ټامیانو گروپ ځینې ښې ځانگړ‎نې ھم لري؛ د بیلگې په توگه ټول یې په انگریزۍ او کمپیوتر مکمل تسلط لري، ټول یې په پښتو نه پوھیږ‎ي او په فارسي کې خر له خټې ایستلی شي چې ھغه بیا مفکر صیب ونې ته خیژوي، ټول یې ږ‎یرہ او بریت نه لري، یو شان لباس اغوندي او لکه پیشنگوري ( د پیشو بچیان ) چې لکۍ یې پرې جگه نه کړ‎ې، د نر او ښځې پته یې ھم داسې پخه نه لگي، ټول یې د مفکر صیب په شمول له انگریزۍ څخه زموږ‎ ژبو ته نیغ په نیغه ژباړ‎ې کوي لکه دې جینۍ چې د feedback کلیمه چې په انگریزۍ کې د ملاتړ‎، ځواب ورکول او په نورو ماناو راځي د feed یانې تغذیه کول او back یانې شا یا عقب ته نیغ را ژباړ‎لی و او زموږ‎ د جھاد او مقاومت د بیسیوادہ څلي څخه یې رو گودر خطا کړ‎ی و.

په ھر حال، د مجلس د خونې فضا بالکل بدله وہ، داسې بریښیدہ لکه د کوم روغتون د عملیاتو خونه او یا لکه د گونډیمال څاروي، ټولو خولو ته ماسکونه اچولي و.
د جھاد دعوہ دار چې د مجلس د گډونوالو تړ‎لو خولو ته کتل نو ایله د تغذیه از عقب پر فلسفه پوہ شو! له ځانه سرہ یې ویل: چې خوله تړ‎ل شوې وي نو د تغذیې بله لارہ به کومه وي؟!!

آخر مجلس پیل شو، د کرونا د مخنیوي مقدماتي خبرې، اقتصادي مسایل، د مبارزې میکانیزم او نور اړ‎وند موضوعات د تلویزون پر پردہ د غټو غټو چارتونو او ډایگرامونو په وسیله تشریح او څیړ‎ل کیدہ.
مجلس شپږ‎ ساعته دوام وکړ‎، ټول موضوعات په علمي او فني توگه وشاربل شول او په آخر کې ترې دا کوچ را ووتل چې د ارگ نانی وحید عمر دې د خپل ټیم سرہ دکابل په ډیرانونو وگرځي، پلاستیکي کڅوړ‎ې دې را ټولې کړ‎ي او بیا دې په ھرہ کڅوړ‎ہ کې څلور نیم کیلو غنم واچوي او د کابل پر فقیرانو دې وویشي!
مفکر صیب وویل: که د دې پروسې لپارہ د نړ‎یوالو لخوا مرسته شوې یو سل او څلور میلونه ډالر بس نه شوہ، بیا غږ‎ وکړ‎ئ! تاسې پوھیږ‎ئ چې د پیسو پیدا کولو چل ماته راځي!!


دغه مھال چکچکې شوې او مجلس په داسې حال کې پای ته ورسید چې د زر کلن شې بابا چیغو د مجلس خونه په سر اخیستې وہ!!

د غنمو د ویش سترہ پروژہ په کاغذونو کې په بریالیتوب سر ته ورسیدہ او نورہ چې څرنگ وہ، ھماغسې به وي؛ نانی پوشه، ټیم یې پوہ شه او ډینگ ډینگ د آخرت یې!خو ھغه څو ورځې وړ‎اندې بیا د رسنیو مخې ته په داسې حال کې را څرگند شو چې په فاتحانه موسکا کې یې د پروژې د بریالیتوب زیری لکه مفعولي ضمیر مستتر و!
ھغه لومړ‎ی د نغمې په سټائل کې پیکي ته ټک ورکړ‎ او بیا یې وویل: دا مو غُر و، مخ مو بل دی!
مانا دا چې اصلي مخ یا اصلي مرسته به وروسته ښکل کړ‎ئ!!
د ناني خبرہ رښتیا وہ. دولت دوہ درې ورځې وړ‎اندې د کابل په مسکینانو پخې ډوډۍ وویشلې چې ډیریو یې لومړ‎ی ښکل کړ‎ې او بیا یې وخوړ‎لې!
اوس ھم که څوک پر مفکر دولت له کرونا سرہ د مبارزې نه کولو تور پورې کوي، دا به خامخا ھغه کسان وي چې د غنمو او ډوډۍ یا پر بل تعبیر د غُر او د مخ له ښکلولو محروم پاته شوی وي!!
زما مفکر دولت ته مشورہ دہ که دا ځل یې په غریبانو ډوډۍ ویشلې، د خپلو مړ‎و په اروا دې لږ‎ہ حلوا ھم ورسرہ وویشي تر څو د کرونا پر ضد مبارزہ کې مړ‎ي ھم بې برخې پاته نشي!
بیا دې نو کرونا ځان ورته ټینگ کړ‎ي!!!
_______________________________________________

حفیظ الدین پیرزادہ
د اپریل ۲۹/ ۲۰۲۰ م
ستاکھولم سویدن

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: