د حزب پخوانی ویاند قریب الرحمن سعید: د طالبانو او امریکا ترمنځ تړون زموږ د تاریخ یوه نادره او بې سارې پېښه ده

د عزم وېب پاڼې درنو مینوالو د مرکو په سلسله کې دا ځل د هیواد له پیژندل شوي‌ شخصیت، د حزب اسلامي‌ د ګوند پخواني ویاند ښاغلي استاد قریب الرحمن سعید سره د طالبانو او امریکا ترمنځ د ترسره شوي‌ تړون او یو شمیر نورو مهمو مسایلو خبرې او خواله کړي دي چې لوستلو ته یې تاسو درانه مینوالو رابولو.

بسم الله الرحمن الرحیم 

نحمده و نصلی علی رسوله الکریم. 

تر هرڅه مخکې د عزم وېب پاڼې چلونکو او درنو مینوالو ته سلامونه او احترامات وړاندې کوم. خوښ یم چي ستاسي محترمینو له لارې خپل آند له تاسو او ستاسو له لوستونکو سره شریکوم :

د لومړۍ پوښتنې په توګه: د طالبانو او امریکا تر منځ لاسلیک شوې توافقنامه څنګه ارزوی؛ آیا دا تړون به دافغانانو د اتحاد او انسجام لامل شي که به یې مخالفین د تفرقې وسیله وګرځوي؟ 

ځواب:  د طالبانو د اسلامي غورزنګ او د امریکایانو ترمنځ دغه وروستی توافق لیک چي دقطر دهیواد په پلازمینه دوحه کې لاسلیک شو د تاریخ یوه ډیره نادره او بې سارې پيښه ده . تاریخ ددغسې بلې کومې پيښې یاد په خپل زړه کې نه لري. ځکه دا توافق لیک د هیواد د یوه ازادي غوښتونکی اسلامی تحریک  ( اسلامی امارت ) او د نړۍ د یواځیني سترځواک(Supper Power) ترمنځ د نژدې ۱۹ کالو مخامخ جنګیدو وروسته د همدغه نظامي ستر ځواک د غوښتنو له مخې لاسلیک شو. دا په داسې حال کي چي په افغانستان کی یو رژیم د (De-fecto-de-jur) یا (په قانونی  بڼه)  شتون لري،خو دغه رژیم  نه ددې توافقلیک په ترسره کیدو کې او نه  په لاسلیک کیدو کوم  اغیز درلود ، بلکه ناکامه هڅه یې کوله تر څو د کومې لارې خپل ځان هم په دغه مهمه تاریخي مسئله کې راښکیل کړي  بلکه برعکس دغه رژیم ته په دې ټوله پروسه کی د یوه قانوني رژیم په توګه نه دې کتل شوي او نه پرې حساب شوی.

ددې مذاکراتو څخه اوتوافقاتو د لاسلیک په پایلو کی طالبانو لاندې مهمې لاسته راوړنې درلودې:

-طالبانو دخپل پرلپسې عزم ، په خپلو اهدافوکې د نه تنزل، او دغوموخو ته د رسیدو په خاطرچي  کومه ستراتیژي جوړه کړې وه بالاخره یې هغې ته درسیدو په خاطر دلارې په هموارولو کې ، دامریکایانو سره  د نژدې دیرشوهیوادو ددیپلوماتانو په شتون کي ددغه توافق په لاسلیک کولو سره ستره لاسته رواړنه تر لاسه کړې ده .

– د همدې مذاکراتو په جریان کي طالبان و توانیدل په مسکو او قطر کې د یو شمیر په اصطلاح  افغاني سیاسي ډلو ټپلو مشرانو، ښځو او نارینه و ترمنځ  غونډې جوړې کړي او دهمدې غونډو له لارې یې هم افغان ولس ته او هم نړیوالو ته خپله راتلونکې ستراتیژي او پالیسي  اعلان او د بحث له پاره مخته کیږدی.

– دهمدې مذاکراتو په جریان کې طالب سیاسي ځواک و توانید په بین المللي سټیج باندی په افغانستان کې د سولې د یوه غوره او بهترین لوبغاړي په څیر را څرګند شي، او دخپله ځانه د تروریست او ایکسټریمیست په څیر مختوړي او شاتوړي کلیمات لری او دسولې د یوه منظم ځواک په څیرپه رسمیت وپيژندل شي.

-د همدې توافق لیک په باور او اعتماد به امریکایان د افغانستان نه خپل نظامي او استخباراتي  ځواکونه باسي او په څنګ کې به یې د طالبانو اسلامي غورزنګ  د افغانستان د موجوده یو شمیر سیاسي ډلو ټپلو ،جریاناتو او احزابو سره د هیواد د راتلونکي نظام په اړه په ګډه دبحث له پاره کښیني او تصمیم به نیسي.

-دطالبانو او امریکایانو ترمنځ دغه توافق لیک ، دا څرګنده کړه چي امریکایان او نور نړیوال ځواکونه  په افغانستان کې د بیکفایته رژیمونو څخه ستومانه شوي  او غواړی په هیواد کی د یوه نوی حقیقت او یوې نوې نظام سره مخ شی.

– طبیعی ده چي ددې توافق لیک د لاسلیک کولو وروسته به دطالبانو د اسلامي غورزنګ مخالفین ،ټول هغوی چي په چور او چپاول ، غصب او غبن ، قتل او قتال کی بی مثاله شهرت لری  او د واکمنۍ په ګدۍ  په زور واکمن شوی ، مخالفت کوی . هغوی به د هر زور ، تزویر ، غلامۍ او بندګي له مخې هڅه کوي ترڅو د خپلو غلاو اوچور وچپاول اود قدرت دساتلو  په خاطر د مختلفو دسیسو نه ددې توافق لیک د نه پلي کیدو له پاره کار اخلي.

-هر توافق لیک مخالفین هم لری او موافقین هم ،د نظرونو اختلاف په ولسونو کی هرو مرو شتون لري ، هغوی چي ګټې یې تر ګواښ لاندې وي هرو مرو به یې مخالفت کوی  مګر افغان ولس په پوره  اکثریت سره ددې توافق لیک د لاسلیک کیدو ملاتړ کړی ترڅو په هیواد کي قوی او په خپلو پښو ولاړ ، دخپل مقدر پخپله پریکړه کونکی نظام حاکم  او د سولې او امن دقیام له پاره لاره همواره شي .او  هیله داده چي دا توافق لیک به بلاخره په افغان ولس باندې د صالحو  وګړو  له پاره د حکومت کولو زمینه برابروي او د افغان مؤمن ولس ترمنځ به د اتحاد او یووالي سبب ګرځي.

دا اوس د طالبانو د اسلامي تحریک پوري اړونده ده چي څه ډول کولی شي ددغه توافق لیک څخه دخپل سیاسي حکمت اوتدبر له مخې کار واخلي ، د افغان سیاسي ډلو ټپلو سره کیني او د هیواد د راتلونکي په اړه داسې پریکړې وکړي چي  د افغان ولس تر منځ  د سولې اوامن له پاره ښه  نمونه و ګرځي او خپل ټول سیاسي عمل دهمدې توافقاتو له مخې پلی کړي.

پوښتنه: دتیرو ولسمشریزو ټاکنو “چې ښاغلی حکمتیار یې هم له مهمو نوماندانو څخه وه” پایلې یې مبهمې، جنجالي او لا هم له نامعلوم برخلیک سره مخ دي؛ تاسو دې ټاکنو ته په کومه سترګه ګورئ، آیا د وضعیت سناریو له پخوا همداسې ترسیم شوې وه او که اوس په خړو اوبو کې د ماهیانو د نیولو هڅه کیږي؟ 

ځواب  :هیواد مو تر اشغال لاندې دی  ، خپل استقلال او ازادي مو له لاسه ورکړې .  ددې هیواد د ولس د تقدیر پریکړې په غربي سفارتونو او یوناما کې صورت نیسي ، په اقتصادي توګه په مکمله توګه په غربي مالي مرستو متکي دی، هره کوچنۍ او ستره پروژه  باید دغربی سفارتونو او دهغوی په مالی ملاتړ تر سره شي.

ولسمشریزې ټاکنې او یا دهغې نه مخته ولایتي او پارلماني ټاکنې ، ټولې دهمدې کړیو له اړخه تر مخه پلان شوې اوترتیب شوې پروژې  وې خو په شکلي توګه  ددې ټاکنو د ترسره کولو هدف  دخپلو پریکړو دمشروعیت او دولس په سترګوکې د خاورو اچولو حیثیت لري .

دا سهی ده چي په تیرو ولسمشریزو ټاکنو کی ښاغلی حکمتیار هم د مهمو کاندیدانو په لست کې و، که څه هم د ښاغلی حکمتیار د کاندیدو سره دحزب په لیکو کی د نظر اختلاف شتون درلود، د ډیرو آند دا و چي حکمتیار صیب دی په داسې ټاکنو کې چي پریکړه یې لا  پخوا شوې ، کنټرول یې د غربیانو په لاسو کې دی ،اوهیواد مو عملا د اشغالي ځواکونو په واک کې دی ، برخه نه اخلي ، بلکه دحزب نه دي  دویم کس دې خپل انتخابي ټیم ته  معرفي کړي.

مګر په ولسمشریزو ټآکنو کې د ښاغلي حکمتیارصیب ګډون د اجرائیه شورا، د قوماندانو او د حزب د جهادی شورا پریکړه  او ترڅنګ یې دجناب حکمتیار صیب  خپل سیاسي ابتکار و ترڅو د ولس سره خپل غږ شریک کړي .هغه ددې ټاکنو په اړه  په خپلو زیاتو  مرکو کی پوره  څرګندونې هم کړې دي، دا باید ډاګیزه وي چي دحزب امیر په مکمله توګه دسیاسی جریاناتو ، د ټاکنو دکنټرول او د تقلب د کارولو  په بهیر پوره  خبرتیا درلوده. 

 ددې انتخاباتو پایلې ، همغسې چې غربیانویې محاسبه کوله ، او دخپلو همغو محاسبو له مخې یې غوښتل تر څو حزب اسلامی په یوه کوچنۍ کړۍ کې را ونغاړي ،همغسې را مخته کړې .  

اما دا ټاکنې په حسابي توګه دحزب اسلامی له پاره یوه نوې تجربه وه، ځکه ددې فرصت نه په ګټې سره حزب وکولی شول په ټولنه کی خپله هغه اغیزمنتیا عملا ډاګیزه کړي چي ډیرو یې تصور هم نه کاوه.  ځکه د حزب ټیم لمړنی ټیم وو چي په ټول هیواد کې یې سترې سترې غونډې درلودې او خپل پیغام یې دهیوادولو تر غوږو ورساوه.

 

پوښتنه:  د کابل حکومت لکه څنګه چې له حزب اسلامي سره د بندیانو د خوشې کولو ژمنه پوره نه کړه، له طالبانو سره یې هم پلمو او خنډونو جوړولو ته مخه کړې، آیا ارګ د مقابل لوري د بندیانو له آزادولو سره حساسیت لري او که امریکا+ناټو دا پروسه قصداًپیچلې کوي؟ 

ځواب : په کابل کې حاکم رژیم یو لاس پوڅی ، په پردیو متکي ، او د اشغالي ځواکونو د لاس اله ده ،دوی همغه څه کوي چي غربي سفارتونه ورته امر کوي ، یو رژیم چي دیوه وزیر ، یوه رئیس او یا یوه مدیر  او والي د ټاکلو صلاحیت یې د غربي سفارتونو او یا یوناما په لاسو کې وي  هغوئ به د بندیانو د ازادیدو پریکړې څه ډول عملي کړای شي . 

رژیم د حزب اسلامي دبندیانو د ازادیدو په اړه څو څو ځله اعلانونه وکړل چي «په نژدې ورځو کې به دحزب په سلګونه کسان د بندیخانو نه ازاد کړل شي»  خو بیا به یې د غربي سفارتونو د مداخلې له مخې خپل عذر وړاندی کړ او د بندیانو د ازادیدو  نه به یې ډډه وکړه . دوی نه یواځی د بندیانو دازادیدو نه ډډه کړې بلکه دحزب اسلامي سره د شوې تړون بند بند یې نقض کړی او  خپل ټول تعهدات یې تر پښو لاندي کړي دي.

اما د طالبانو د اسلامي غورزنګ د بندیانو موضوع کاملا جدا او دکابل د رژیم پوری هیڅ ډول اړه نه لري بلکه د کابل رژیم په کې د یوې وسیلې په توګه استعمالیږي. ځکه د طالب بندیانو د ازادیدو موضوع  د امریکایانو سره د توفق له مخې د یوې مهمې قضیې په څیر لاسلیک شوې ، او دا کار باید په همغو لمړیو لسو ورځو کې تر سره شوی وایی ، دا چی ولې امریکایانو دې قضیې ته  شا کړې علت یې څرګند دی. امریکایانو طالبان د هیواد په سیاست کې د داسې یو مهم اړخ په څیر په رسمیت پیژندلي چي لا تر اوسه یې  دکابل حاکم رژیم ته هغه حیثیت  نه دی ور کړی. اما زما په آند  امریکایان ددې نه ویره لري بلکه د یو شمیر غربی هیوادونو نه هم په دې اړه ویرول کیږي چي که چیری طالبانو ته په اوسني وخت کې دومره زیات ارزښت ورکړل شو او دوی د افغانستان ریښتوني واکداران و ګڼل شو نو د افغانستان راتلونکی به د یوه  اسلامي دا سې نظام شاهد اوسي چي دغرب  ټولې لاسته راوړنې!!؟ به له منځه وړي او د غربیانو له پاره  به یو ستر سردرد وګرځي ، ترڅنګ یې ارګ میشتې هم دا آند لري اوغربیانو ته  ویره پیدا کوي چې که چیرې د طالب ټول بندیان ازاد کړل شي نو دا به ددوی دغه غربي ډوله فاسد رژیم په مکمله توګه  په ګونډو کړی او ترڅنګ به یې دهغو ښځینه ډلو چی یا یې د امریکا اونورو غربي هیوادونو څخه را وړی او یا یی هم دلته د غربیانو په لاسو دفساد دخپرولو په خاطر روزلې ، حقوق تر پښو لاندی کړل شی. په دی اساس ارګ ناستي وګړي دخپلو واکمنیو د ساتلو په خاطر په دې ستره قضیه کې د تردد او ځنډون حربې استعمالوي، حال دا چي ددې بندیانوازادیدل لکه څومره چي طالبانو ته اهمیت لری په همغه اندازه باید امریکایانو ته هم اهمیت ولري ځکه ددې بندیانو تر خلاصیدو پوری پاته ټول امور ځنډ او معطل دي. دبندیانو د ازادیدو نه پرته په افغانستان کې د راتلونکي نظام په اړه خبرې هم ،‌ چي ارګ ناستې ورسره هیڅکله هم دلچسپي نه لري،  پورې  اړوندې  دي . همدا  راز د امریکایي عسکرو او کماندو ګانو د خروج مسئله هم دهمدې پورې اړونده ده . زما په آند که امریکایان په ریښتیا هم په افغانستان کې د سولې د حاکمیت غوښتونکي اوسي نو باید په دې موضوع کې ارګ ناستو ته جدي حکم وکړی او دا مسئله هرڅومره ژر چي حل کیدایشی حل کړي.

خو د طالبانو سیاسي هیئت ته مي مشوره داده چي تر  هغې چي ټول  پریکړه شوي امور په ترتیب سره پلي نه کړل شي تر هغو دې نه په غربیانو باور کوي او نه په نورو کړیو.  

پوښتنه: په دې وروستیو کې د حزب اسلامي ګڼ شمیر قوماندانانو او نورو منسوبینو له طالبانو سره بیعت وکړ، تاسو دا کار څنګه ارزوی آیا د طالبانو فعاله دیپلوماسي ددې لامل شوه، که نور دلایل یې سبب جوړ شوي دي؟ 

ځواب : دطالبانو د اسلامي غورزنګ او حزب اسلامی ترمنځ هم له پخوا نه او هم اوس ښې اړیکې شتون لري ، دواړه د یوه هدف او یوې موخې له پاره د قربانۍ په ډګر کی موجود دي . دواړه غواړي په هیواد کې د ولس د غوښتنو سره سم اسلامی نظام حاکم او د هیواد استقلال بیرته اعاده کړي، اما د حزب اسلامي او د کابل د رژیم اخری توافقاتو او په کابل کی دحزب اسلامی د فعالیتونو د پیل کیدوپه وخت کی زیاتې هیلې داوې چي حزب  به په واکمن رژیم کی د اصلاحاتو بهیر رامنځته کړي او د اسلامی نظام دقیام له پاره به لاره همواره کړي . اما څرنګه چي حزب په رژیم کې شتون نه درلود او په غیر مشروط ډول یې دسولې طرحه لاسلیک کړې وه،‌ نه یې په رژیم کې وزیر درلود ، نه والي نه رئیس او نه کوم ملازم …په دې اساس حزب و نه توانید خپل اصلي هدف تر لاسه کړی  بلکه ورځ تر بلې حزبیان ددښمنانو د ګولیو هدف وګرزیدل او یو په بل پسې  شهیدان کړل شو .

د حزب هغه شمیر وګړي چي د حزب ددې حالت نه ناهیلي شوي و او نه یې غوښتل د یوه فاسد رژیم تر وزرو لاندې ژوند تیر کړي ، بلکه برعکس یې غوښتل او غواړي چې  ددې هیواد د میلینیو شهیدانو د ارمانونو د ترلاسه کولو او د میلینیو کونډو  رنډو او یتمیانو دغوښتنو له مخې په هیواد کې داسلامی نظام دقیام له پاره کار وکړي په دې خاطر یې خپله وسله واله مبارزه د پورته ارمانونو د حصول په خاطر جاري و ساتله او دخپل مسؤلیت د اداء کولو په خاطر یې د طالبانو د جهاد په  لیکو کې ځآنونه ځآی په ځای کړل . طبیعي ده چي په دې اړه د طالبانو فعاله دیپلوماسي، مقاومت ، او داسلامی نظام د قیام له پاره هلو ځلو او ډآډینې  هم مثبت رول درلوده او اوس یې هم  لري. 

پوښتنه: ارګ د طالبانو سره د مذاکراتو لپاره ۲۱ کسیز ټیم اعلان کړی چې د مذاکرې صلاحیت به یې د مصالحې له عالي شورا سره وي او د حکمتیار صاحب له حزب اسلامي څخه هم یو تن په کې شامل دی، آیا دا ټیم د ټولو سیاسیونو او حکومت استازیتوب کولای شي او دا چې د واک د نشتون په صورت کې به څومره بریالي مذاکرات وکړای شي؟

ځواب  : زما دمعلوماتو له مخی دطالبانو سره د ارګ د مصالحی د ۲۱ کسیز ټیم ټاکل یواځی د ارګ له اړخه شوی او په هغی کی یی د حزب اسلامی په ګډون د یو شمیر سیاسی احزابو نمایندګان هم راښکیل کړی دی . اما د حزب اسلامی د یوی اعلامیی له  مخی په دی ټیم کی د حزب د غړی د ټاکلو په اړه دحزب سره مشوره نه ده شوی ، بلکه برعکس حزب دخپله اړخه د طالبانو سره د سولی دمذاکراتو له پاره  د حاکم رژیم د ټیم  په ګډون د ټولو ټاکنیزو واحدونو  نه څلور څلور کسان د با صلاحیته نمایندګانو  په څیر یو نوم لړ خپور کړی چي ریښتیا هم و کولی شي د هیواد  د راتلونکی په اړه باصلاحیته او واکمن ټیم وی چي په هغی ټیم کي دحزب مشر هم شامل دی . 

دا باید عرض کړم چي د حاکم رژیم له اړخه  د ۲۱ کسیز هیئت ټاکل ، نه د صلاحیت خاوندان دي ، نه د نظر استقلال لري او نه په دې اړه تجربه لری ، بلکه یو شمیر یې د دې ولس د ستر جهاد ، ځان ځآریواو هجرتونو په اړه معلومات هم نه لري ،حاکم رژیم غواړي په دې توګه وخت ضایع او د ملت په سر د څو نورو کلونو له پاره هم خپل ځان او دغه فاسد رژیم مسلط و ساتی . خو که چیرې د ټاکنیزو ټیمونو چي د هیواد ډیره کۍ ډلې ټپلې په کې راګډې دی ، هر یو څخه د ډلو ټپلو دمشرانو په ګډون څلور څلور باصلاحیته  کسان، لکه څنګه چي په طرحه کې راغلي ، و ټاکل شي او په دې اړه دطالبانود اسلامي غورزنګ  سره  د هیواد د راتلونکې په اړه جدی بحثونه وکړل شي او پایلې یې د خبرو د پای ته رسیدو سره سم اعلان کړل شي نو دا به د سولې په قیام کې ځانګړی رول ولري. اما حاکم رژیم هیڅکله هم داسې حل نه غواړي چي ددوی واکمني په کې چلینج شي .

پوښتنه:  له “حزب اسلامي”څخه په دې وروسته کې د جمعه خان همدرد په مشري یوې بلې ډلې هم لار بېله کړه، په داسې حال کې چې ارغندیوال او ځینې مهم مشران لا پخوا وتلي وه، یادو مشرانو ولې دا اقدام وکړ او آیا بیاځلي انسجام یې شونی دی؟ او که راته ووایاست اوس دستي ستاسو خپله  له حکمتیار صاحب سره اړیکې په کومه کچه دي؟

ځواب : تاسي ته ډآګیزه ده چي حزب اسلامي قیادت نژدې ۱۶ کاله په غیاب کی ژوند کاوه ، دحزب کدرونه هم په مختلفو ځایو کې اوسیدل ، یو شمیریې د اشغال په خلاف جنګیدل او یو شمیر نور یې کابل کې د حاکم رژیم سره د خپلو یو شمیر مجبوریتونو له مخې ځای په ځای شوي وو . کله چي دحزب امیر د کابل د رژیم سره د سولې تړون لاسلیک کړ او د حزب امیر پخپله کابل ته راغی  نو په طبیعي توګه د یو شمیر څرګندو عواملو له مخې په کابل کې دمیشتو حزبیانو او د نوو راغلو ترمنځ د نظر اختلاف شتون درلود. په هر صورت دا اختلافات عقیدوي بنسټ نه لري بلکه دپالیسیو او تګلارو په اړه د نظر اختلاف  دی، اما دومره زیات هم نه دی چي د وارخطایی سبب  وګرځي ، همدا اوس هم هیئتونه کار کوي تر څو دا فاصلې راکمې او بیرته دیوه متحد حزب ترنامه لاندې خپل کار پیل کړي .  

 خو تر هغې چي تاسو زما داړیکو په اړه پوښتلي دي ، زه د خیر او صلاح په لور د یوه داعي حیثیت لرم ، د هیواد نه د لریوالی په خاطر مي هر ډول رسمي مسؤلیتونه  پرې ایښي دی ، خو الحمدلله ددې فرصت نه مي په استفادې سره  دخپلو دعوتی کارونو ، لیکنو او سیاسی شننو ترڅنګ …په ځانګړي توګه د قرانکریم حفظ ته ، د عمر د شرایطو پرخلاف ، ملا وتړله او حفظ مي مکمل کړ.  

پوښتنه:  ستاسو په آند، د افغانانو له مذاکراتو وروسته د راتلونکې اسلامي حکومت جوړښتونه به څه ډول وي، آیا ټولشموله او شرعي نظام به وي او که به د دیموکراتیکو اصولو په رڼا کې حکومت؛ په داسې حال کې چې طالبان او لوی اکثریت افغانان د لومړي، خو کابل میشتي چارواکي او نړیواله ټولنه ددوهم ډول نظام غوښتنه کوي.؟ 

ځواب : افغانان هغه مؤمن او مجاهد ولس دی چي دخپل دین ، ناموس او وطن په خاطر یې تل بیشماره ځان ځارنې کړي، ددوی یواځینې ارزو په خپل هیواد کې د اسلامی نظام قیام دی. دهمدې نظام په خاطر یې د شورویانو په مقابل کي جهاد او مبارزه کې ډیره ستره قرباني ورکړې، او ددې نظام په ارمان یې زیات مالي او ځآني تلفات ورکړي ،او بیا یې د اسلامي نظام د جوړښت او د هیواد د استقلال په خاطر ، په دې تیرو ۱۹ کالو کې  د امریکایانو اودهغوی دمتحدینو په مقابل کې سینه سپر کړې ، او بلاخره یې دوی هم نه یواځي په ګونډو کړل بلکه تیښتې ته یې اړکړي.  په دې اساس د افغانستان دولس غوره او بهترین مقدر د اسلامي نظام قیام دی. که څه هم یو شمیر  غربي روزل شوي فاسد ښځینه / نارینه   عناصر به  د اسلامي نظام په خلاف لاس و پښې وهي او په دې لاره کې به یې غربیان پوره پوره ملاتړهم کوی او هڅوی به یې ، خو هیله او توقع مو داده  چي الله جل جلاله په هیواد کی همغسې نظام چي د شهیدانو ارمان مودی نافذ کړي.

پوښتنه:  افغان ولس،په ځانګړي ډول د حزب اسلامي‌، او سیاسي مشرانو پلویانو ته مو د هیواد له راتلونکي وضعیت سره د چلند په هکله پیغام څه دی

ځواب : ډاډمن یم چي ان شاءالله ولس به  مو دهمغه ځواکونو تر شا په کلکه دریږیي چي د اسلام او اسلامی نظام دقیام او په هیواد کې د اوسنۍ کرغیړنې وضعې د پای ته رسولو او په ځای یې د عدل او انصاف په اصولو د ولاړ نظام  له پاره هڅې او هاند کوي.

 ولس مو باید متوجه وي چې  دکوم څه له پاره مو چي ډیرې قربانۍ  ورکړې ، ډیر دردونه ، تکلیفونه ، هجرتونه ، زحمتونه او شهادتونه مو زغملي ، اوس لږ وخت پاته دی ، ان شاءالله د هرې تیارې شپي وروسته رڼا راځي، او اوس ددې رڼا  د روڼ سباوون څرک را څرګند شوی ، ټول ددې څرک ترشا ودریږۍ او دخپل دنیاوي او اخروي ژوند د ښایسته کولو په خاطر د اسلامی نظام د غوښتنوکو قوتونو ملاتړ وکړئ.

دغه غربي مسخره دیموکراسۍ  او د اشغالګرو له اړخه  دغه رهبري شوې ټاکنې  د ملت درد نه دوا کوی بلکه برعکس د نورو جنجالونو، قومی تفرقو ،ژبني عصبیتونو، مذهبی حسادتونو اوډیرو نورو غمیزو سبب ګرځي ، دښمن ته په کې د لا زیاتو پلورل شوو عناصرو د اخستو زمینه برابریږي ، د فساد او فحشاء مرکزونه په کې فعالیږي چي شواهد یې همدا اوس په خپلو سترګو ګورو ،  په دې اساس دیني او مذهبي سیاسي قوتونه  چي د یوه هدف او یوې موخې له پاره یې دومره شهیدان ورکړي او زحمتونه یې ګاللي ، باید سره په یوه لیکه کې د مشترکو اهدافو ( اسلامی نظام د حاکمیت ) له پاره  را‌ ټول او د ملت رهبري وکړي . حالاتو او شرایطو وښوده چي په یواځی ځان او یوه ګوند  دومره لوی کارنه تر سره کیږي بلکه د مشترکو اهدافو خاوندان کولی شي دا  انقلاب په یوه صف کې د راټولیدو په واسطه  په ګډه تر سره کړي ،‌هیواد یوه قوی داسی انقلاب ته اړتیا لري  چې دفساد ټولې نوې جوړې  شوې  ځالې او د اشغال ټول مرکبات په سیند  لاهو کړي او هیواد اوولس ته مو همغه څه ورکړي چي په ارمان یې خپل هر څه قربان کړي.

و ما ذلک علی الله بعزیز

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: