چین د کورونا ویروس د کنټرول لپاره روبوټونه، ډرونونه او مصنوعي ځیرکتیا څنګه کارول؟

په داسې حال کې چې د نړۍ زیاتره هېوادونه له کورونا ویروس سره په مبارزه اخته دي، داسې ښکاري چې چین حالات تر قابو لاندې راوستي دي.

د وقایوي تدابیرو په نافذولو کې د حکومت زیات توان درلودل په چین کې د وضعیت د کنټرولېدو ستر لامل و.

یو هغه څه چې په چین کې یې د وضعیت په قابو کولو کې مرسته کړې ټکنالوجي ده.

د ویروس د لا زیات خپرېدو د مخنیوي لپاره د خلکو سره لیرې کول، له مستقیمې اړیکې پرته انتقالات، صفايي، او د تشخیصیه معلوماتو راټولول اړین وو، او دا هر څه هلته د چینايي شرکتونو د خپلکارې (اتومات) ټکنالوجۍ په مټ اسانه وو.

روبوټونه، ډرونونه او خولۍ

د شینیزین ښار Pudu Technology شرکت د هېواد ۴۰ روغتونو ته خپل روبوټونه ولېږل. دې روبوټونو ناروغانو ته د وسایلو او درملو په وړلو کې له روغتیايي کارکوونکو سره مرسته کوله او په دې ډول یې د هغوی له اوږو بار تر یو څه حده سپک کړ.

دارنګه، ځینې نور روبوټونه بیا د ښارونو د ضد-عفوني کولو لپاره کارېدل.

په لاوډ-سپیکرونو سمبالو ډرون الوتکو له پولیسو او نورو ادارو سره یوځای په کوڅو کې ګزمې کولې، او خلکو ته یې د ماسکونو اغوستلو، د شیندل کېدو او په کورونو کې د پاتې کېدو ترڅنګ نورې اړینې توصیې کولې.

دا ډرون الوتکې همداراز د عامه ځایونو د ضد-عفوني کولو لپاره هم کاریږي. د دې ترڅنګ د ټرافیکو د څار لپاره یې هم استعمال کېده څو پر وخت خدمات وړاندې شي.

د روبوټونو او ډرونونو ترڅنګ نورې ټکنالوجۍ هم پکار اچول شوې دي. په چینګډو ښار کې د ویروس-کنټرولولو لپاره لاس په کار پرسونل ته په پرمختللې ټکنالوجي سمبالې داسې خولۍ ورکړل شوې چې په خپلکاره ډول په پنځو مترو کې د خلکو تودوخه معلوموي. که څوک تبه ولري، دا خولۍ یو اواز راباسي او اغوستونکي ته خبر ورکوي.

مصنوعي ځیرکتیا:

چینايی علي بابا شرکت وايي د مصنوعي ځیرکتیا داسې ټکنالوجي یې جوړه کړې چې ۹۶٪ په کورونا ویروس د اخته کسانو تشخیص په بریا سره کولای شي.

څېره-پېژندونکې کېمرې:

په دې به ښايي تاسې هم خبر یاست چې چین ټول له څارونکو کېمرو ډک دی. اوس دا څېره پېژندونکې کېمرې په حرارتي سنسرونو باندې سمبالې شوې دي. په دې نوې اضافه سره دا کېمرې هغه خلک پیدا کولای شي چې تبه ولري او یا یې ماسکونه نه وي اغوستي.

موبایل اپلیکېشنونو هم زیات رول لوبولی دی. د Tencent  او Alipay په نوم شرکتونو داسې اپلیکېشنونه جوړ کړي چې خپلو کارنانو ته خبر ورکوي چې آیا له کوم ویروس درلودونکي سره خو به په اړیکه کې نه وي شوي، او دا چې آیا په کور کې واوسي او که بهر ته تللای شي.

خو د دې اپلیکېشنونو د استعمال لپاره کارن د ځینو شخصي معلوماتو ورکولو ته اړ دی. دا معلومات غالبًا له حکومت او پولیسو سره شریکیږي.

چین د لوېدیځو او نورو هېوادونو په نسبت په وخت او پوره توان سره اړین تدابیر نافذ کړل، له همدې امله یې اوس حالات تر قابو لاندې ښکاري.

س: MarketWatch او نورې رسنۍ

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: