طالبان میلر ته: له اخطارونو مو ویره نلرو؛ خو له نړیوالې ملامتي ځان ساتو

طالبانو په غوڅ ډول ویلي دي چې هیڅکله د اورکم یا اوربند غوښتني، په نامعقوله بڼه، پر تش میدان له چا سره منلای نشي

عزم (پنج شنبه،۱۱غویی، ۱۳۹۹):وروسته تر هغه چې افغانستان کې د امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر ګواښ وکړ چې که طالبانو بریدونه زیات کړي، موږ به یې متقابل ځواب ورکړو؛ تازه یې پر وړاندې طالبانو توند غبرګون ښوودلی او پر نوموړي یې غږ کړی دی چې د اخطارونو پرځای یې باید نن د دوحې د تړون د تعمیل په موخه، د کابل له زاندانونو نه د پنځه زره بندیانو د خلاصون جدي هڅي کړې وای، ترڅو ېې حیثیت او اعتبار ته د صدمې رسولو مخه نیول شوې وای او د بین الأفغاني خبرو لار پرانیستل شوې وای  تر څو چې په وینا یې«تاسو”امریکایانو” په داسي حال کې خپلي پښي سپکي کړې وای چې د بدنامۍ پرځای مو نسبتاً ښه نوم ګټلی وای.»

طالبانو په خپله ورځنۍ سرمقاله کې جنرال میلر مخاطب کړی دی چې «پکار خو دا وه چې جنرال میلر د خپل اخطار مخاطب هغه څوک ګرځولی وای، چا چې د سکاټ میلر د مشرانو لخوا د لاسلیک شوې، تاریخي معاهدې، سبوتاژ او ناکامۍ ته مټي را بډ وهلي دي، ستا د اخطار هدف باید هغه څوک وای، د چا دپاره چې تاسو زرګونه سرتیري او ټریلیونونه ډالر وشیندل، خو دوی ستاسو هرڅه درته په اوبو لاهو کړل.»

سرمقاله وایي، سکاټ میلر باید خپل هغه همکاران تهدید کړي وای، چا چې د امریکایي اشغال د مقدمة الجیش دنده که څه هم سر ته ورسوله، خو په خبره یې چې  د امریکا جنګي ستراتیژۍ هم بیرته د همدې “لاسپوڅو” د نا أهلیت، فساد، ظلم او وحشت له امله له شکست سره مخ شوه.«او اوس لګیا دي ستاسي “امریکایانو” په استعمالولو سره ستاسو د سولې ستراتیژي او د نړۍ په کچه منل شوې معاهده مو له خنډ، ځنډ او بالآخره له بدنامۍ او ماتي سره مخ کوي، اوبه خړوي او ماهیان پکي نیسي.»

طالبانو پر امریکایي لوري غږ کړی چې د سوله ایزي فضا پرمهال د جګړي اخطاري ژبه کارول؛ ورته هیڅ ګټه نه لري؛  ځکه چې ددوی په خبره « مجاهدین د نړیوالو له ملامتۍ ځان ساتي، خو د چا له اخطارونو هیڅ ویره نه محسوسوي، کنه نو دا ۱۹کاله به یې په ځان پوري بمونه نه تړل. په ګوانتنامو، باګرام او پلچرخي کې به له خپلې نظریې او مبارزې پرشا سوي وای»

طالبانو امریکایی جنرال ته خبرداری ورکړی چې دا ورته پکار نه ده چې د خپلو ناکامو افغان ملګرو لپاره د اسلامي امارت سره د کامیابي معاهدې د تطبیق په لاره کې خنډ اچولو ته دوام ورکړي.

طالبانو په غوڅ ډول ویلي دي چې هیڅکله د اورکم یا اوربند غوښتني، په نامعقوله بڼه، پر تش میدان له چا سره منلای نشي.«د دوحې په تړون کې هرڅه په واضحه توګه لیکل شوي، که چیري یې تاسو د تعمیل هڅه کړې وای؛ ډېر امکان و چې دا دوې میاشتې راغځیدلې جګړه به هم وار له مخه لا دریدلې وای.»

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: