د وچې ډوډۍ پروژه!

حکيمي

په خېټه به ماړه کړي خان او خوار وچه ډوډۍ
تنور کې لیلام کړې ده سرکار وچه ډوډۍ

ټامیانو د بشر حقوق غوغا ده جوړه کړې
چور کړې يې پروژه کې ده د ښار وچه ډوډۍ

۴۰ يې دي ټامیان غله، يو يې غل دی ټام بابا
تړلې يې ګرېوان کې تار په تار وچه ډوډۍ

شوروا ورته تیاره کړه؛ ښه غوړه په دېګي کې
دولت نه در روانه ده په لار وچه ډوډۍ

افطار او پیشلمي کې یې وهه په مړه ګېډه
اوبه ورسره سمې څښه په وار وچه ډوډۍ

په سطل کې به وروړي مشاور صاحب په بیړه!
هر کلي او کوڅې لره له ښار وچه ډوډۍ

دا وچه ډوډۍ نه ده! ویټامین لري هر ډول
کرونا ته به دې سم دم کړي تیار وچه ډوډۍ

زما په شان غمخوار لرې فقیره، تشویش څه له؟
قربان له تا، صدقه له تا، او ځار وچه ډوډۍ

سم ودرېږه قطار کې حکیمي یو متر لیرې
در وبه رسي تا ته په خپل وار وچه ډوډۍ

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: