د ملکي تلفاتو اړوند د ملي امنیت ادعا او د طالبانو غبرګون

عزم (پنج شنبه،۱۱غویی، ۱۳۹۹):په داسې حال کې چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې توافقنامې تر لاسلیک وروسته د کابل حکومت لخوا پر طالبانو پرلپسې تورونه پورې کیږي چې ګواکې د ملکي تلفاتو اصلي عاملین همدوی دی؛ تازه د همدې معمول مطابق د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل نن یوځل بیا ادعا کړې چې طالبانو له امریکا سره د تړون تر لاسلیک وروسته شاوخوا ۳۳۷ملکیان وژلي او ۴۵۲تنه نور یې ټپیان کړي دي.
دغه شورا وایي چې طالبانو په همدې موده کې ۱۶۴ملکیان برمته کړي هم دي.
جاوید فیصل وویل، داپیښې د تیر کال د حوت”کب”میاشتې له ۱۲مې بیا د حمل تر ۳۱مې نیټې تثبیت شوې دي.
خو طالبانو بیا د ملي امنیت شورا دغه ادعا په کلکه رد کړې او له حقیقت لرې یې بللې.
طالبان وایي«زموږ مجاهدین هیچیرې هم ملکي خلک نه په نښه کوي، خو د کابل اداره او د هغوی بهرني ملاتړي دي چې هره ورځ زموږ خلک وژني، کورونه بمباروي او هیوادوال د غم په ټغرکينوي.»
د یادونې وړ ده چې د ملي امنیت شورا تر اوسه له خپلې خوا ملکي افغانانو ته د اوښتو زیانونو پخلی نه دی کړی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: