له دې وروسته به په فېسبوک مسنجر ۵۰ کسان تر نامحدود وخته ویډیويي کال کولای شي

عزم (شنبه، ۰۶ غویی، ۱۳۹۹): له دې وروسته به په فېسبوک مسنجر کې ۵۰ کسان په یوه وخت ویډیوکال کولای شي.

د بي بي سي د خبر له مخې، فېسبوک د مسنجر رومز (پیغام خونو) په نوم فیچر جوړ کړی، چې له مخې به یې په فېسبوک او فېسبوک مسنجر کې ګڼ شمېر کسان په یوه وخت ویډيويي کنفرانس کولای شي. کوربه هر څوک – که څه هم فېسبوک حساب ونه لري – رابللای شي.

دا پیغام خونې د ۵۰ کسانو رایوځای کولو صلاحیت لري، ګډونوال تر نامحدود وخت پورې خپل ویډیويي کالونه غځولای شي.

فېسبوک روانه اوونۍ دا ځانګړنه په څو هېوادونو کې وړاندې کوي، او څو اوونۍ وروسته به د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم فعاله شي.

کوربه کسان خپلې خونې د فېسبوک په نیوزفیډ، ګروپونو او نورو ځایونو کې شریکولای شي. په فېسبوک کې به خلک د خپلو ملګرو او نږدې ټولنو هغه خونې لیدلای شي چې د دوی لپاره پرانیستې وي، کله چې ورته راوبلل شي، له خپل کمپیوټر یا موبایل ټلفونه به د کوم څه له له راکښته کولو پرته پکې ګډون کولای شي.

تر دې وړاندې فېسبوک اعلان کړی و چې تر دې وروسته په واټساپ کې په یوه وخت ۸ کسان ویډیويي کال کولای شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: