افغانستان کې د نړۍ په کچه سګریټ او الکولي مواد کم کارول کیږي

نور احمد عایل

 

 

د نوي او تازه څېړنيز راپور پر بنسټ افغانستان د نړۍ په ۱۷۹ هېوادونو کې په لاندې مواردو کې ترټولو صحت مندترین healthiest هېواد دی:
لومړنی هېواد دی چې چاغښت ناروغي پکې کمه ده.
په سګرېټو اموخت کسان یې په متوسط ډول په کال کې ۸۳ سګرېټ (چې نسبت نورو هېوادونو ته کم دي) څکوي.
او لومړنی هېواد دی چې الکهول (شراب) پکې بېخي کم څښل کېږي او له دې امله له دغو دريو څخه له راولاړېدونکو صحي خطرونو څخه خالي دی. دويم هېواد بيا ګېني (افريقايي هېواد) دی درېيم نايجير(افريقايي هېواد) او څلورم نيپال دی، او هغه هېوادونه چې پورته دری مواردو په برخه کې یې خلک نه متوجه کېږی او پورته دری واړه ستونزې او ناروغي پکې په تېزي سره روان او least healthy دي، تر ټولو لومړی يې چک جمهوريت دی ، ددې هېواد هر سړی په کال کې ان ۱۴ ليتره الکول په متوسط ډول څښي (چې ډېرې ناروغي او ستونزې یې ورته را زېږولې دي) او همدارنګه سګرېټ پکې بې درېغه څښکول کېږي، چاغښت پکې د هرې ورځې په تېرېدو زياتېږي. روسيه، سلوانيا، بلاروس، سلواکيا او هنګري بيا په ترتيب سره دويمه، درېيمه ، څلورمه ، پنځمه او شپږمه درجه دي، بريتانيا په دې ليست کې ۱۹ مه ده.

په پورته دريو مواردو کې يې په دوو هغو کې زموږ د ديني او ټولنيزو ارزښتونو ستره ونډه ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: