ویډیو: پولنډ کې موټر تر ټکر وروسته ’په هوا‘ شو

په پولنډ کې یو موټر له دوار سره ټکر کړی خو سرعت یې دومره زیات و چې له ټکر سره سم، په اصطلاح، په هوا شو.

د پولنډ د Polskie Radio24 د خبر له مخې، موټر یوه ونه پرې کړه، یوه ودانۍ یې ووهله او څېرمه ورته راولوېد.

په انځورونو کې ښکاري چې موټر زیات ویجاړ شوی دی.

د راپورونو له مخې، د موټر ۴۱-کلن چلوونکی په ټپي حالت کې روغتون ته وړل شوی او وضعیت یې د ډاډ وړ دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: