ویډیو: اندونیزیا کې خلک دا ډول په کور کې پاتې کېدو ته مجبوریږي

د اندونیزیا په یوه کلي کې له کورونا ویروسه د ځان ساتنې په موخه په کورونو کې پاتې کېدو ته د خلکو د هڅولو لپاره له کفن اغوستونکو ارواوو مرسته اخیستل کیږي.

د رویټرز د خبر له مخې، د جاوا جزیرې په کیپوه کلي کې رضاکار ځوانان د ارواوو په څېر کفنونه اغوندي او د شپې په ګزمه ګرځي.

په اندونیزیايي فولکور کې پېری-ډوله شیان د پوکونګ په نوم پېژندل کیږي او دا باور موجود دی چې د مړو خلکو ارواوې په همدې بڼه راڅرګندیږي.

دا کار د کلي د ځوانانو ټولنې او پولیسو په ګډه پیل کړی دی. دوی وايي په لومړیو کې دې کار برعکس نتیجه درلوده ځکه خلک به په کور کې د پاتې کېدو پرځای د دې ارواوو لیدلو ته راوتل. خو وروسته چې په غیرمتوقع مهال د دې کفن اغوستونکو د راڅرګندولو پر پلان عمل پیل شو، نو نتیجه یې مثبته وه.

د کلي یوه اوسېدونکي رویټرز ته ویلي، ”له کله چې پوکونګ راښکاره شوی، والدین او ماشومان یې له کورونو نه دي وتلي. د ماسختن تر لمانځه وروسته خلک یوځای نه راټولیږي او نه هم په کوڅو کې پاتې کیږي“.

په اندونیزیا کې تر دې دمه د کورونا ویروس شاوخوا ۴۵۰۰ پيښې او ۴۰۰ مرګونه ثبت شوي دي، خو پوهان باور لري چې ښايي حقیقي شمېرې تر دې هم لوړې وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: