هلمند: د موسی کلا بند او د زمینداور د کانالونو تخنیکي سروې پیل شوه

عزم(دوشنبه، ۱۸وری، ۱۳۹۹ل): د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د دوو بنسټیزو پروژو «د موسی کلا بند او زمینداور د کانالونو تخنیکي سروې» پیل شوې ده.

د هلمند د کرنې ریاست مسوولین وايي، د موسی کلابند په رغولو سره به ددې ولایت اړوند د موسی کلا او نوزاد ولسوالی  نږدې ۱۲زره هکتاره ځمکه ترخړوبولو لاندې راشي او همدارنګه یاد بند به د ۴۰۰متره مکعب اوبو د زېرمه  کولو وړتیا ولري، چې د ۵۵ څخه تر ۶۰ متره پورې لوړوالی او  ۱.۸ کیلو متره به یې سور وي.

د هلمند د کرنې رئیس زلمی الکو وايي، زمینداور کې به دوه کانالونه چې یو به یې ۱۰۳۰ متره لوړوالی ولري او اوبه به په کې د پمپونو له لارې خېژي او بیا به د کرنیزو ځمکو خړوبولو په برخه کې ورڅخه ګټه اخیستل کېږي.

د الکو په خبره، په یاده سیمه کې یو بل کانال چې ۱۰۸۰ متره د اصلي نقطې څخه لوړوالی لري د کجکي د پارچاوي څخه به مستقیما اوبه ورکول کېږي، چې له دواړو کانالونو څخه به نږدې ۱۶ زره هکتاره ځمکه تر خړوبولو لاندې شي او هم به د تر ځمکې لاندې  ۳۶۰ کارېزونو په اوبو باندې  به مثبت اغېز ولري.

هلمند یو کرنیز ولایت دی او د هلمند ګڼې سیمې د اوبو لاندې دي؛ خو د مسوولینو د نه پاملرنې له امله د دغه ولایت ګڼې سیمې تراوسه کرنیزې شوي نه دي او دښتې پاتې دي.

د کرنې برخې کارپوهان وايي، که د کرنې وزارت هلمند ولایت ته پام ډېر کړي او د اوبو کانالونه پکې جوړ کړي، نو هلمند د مېلیونونو افغانانو لپاره د خوراکي توکو چمتو کولو وړتیا لري او افغانستان په ګڼو برخو کې پر ځان بسیا کولی شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: