د کابل اداره او طالبان؛ تاريخ به څه پرېکړه کوي؟

سميع الله افغان
که تاريخ مطالعه کړو، نو دا يو منل شوی حقيقت دی؛ چې په هر زمانه کې کوم يرغلګر ځواک په يوه سيمه حمله کړې، نو د هغې سيمې خلک دوه برخې شوي، ځينو يې د يرغلګرو مرسته او ملګرتيا کړې او ځينې نور يې پر خلاف راپورته شوي او د سر په بيه يې د ازادۍ مبارزې ته رادانګلي.
همداراز هر يرغلګر چې په کومه سيمه حمله کړې، دوه لاملونه يې دي:
اول: اکثره انسانان داسې خاصيت لري چې پر ځان مغروره کيږي، مانا دا چې لږ ځواک ومومي نو د نورو سيمو لاندې کولو او نورو راپرځولو او څملولو هڅه کوي. اګر که هغه مستعمره خلک د ده په مذهب، قوم، ژبه او کلتور کې هم ورسره شريک وي. دغې جګړې او يرغل ته مطلقاً د ځان غوښتنې او خودخواهي جګړه ويل کيږي. دغه ډول جګړې او يرغلونه د کفارو خپل منځ کې هم په ځلونو ځلونو پېښ شوي.
دوهم: بل اصل دا دی چې کفار تل د مسلمان پر خلاف متحده جبهه جوړوي. يعنې د مسلمان پر خلاف، ټول کفار؛لکه: يهود، نصرانيان، مجوسيان او هر ډول مشرکان سره يو دي او ټول په شريکه هڅه کوي چې د ځمکې له مخه د الله تعالی منونکي بنده ګان له منځه يوسي.
په همدې پار د آدم عليه السلام له پيدايښته رانيولې بيا تر نن ورځې، په هره زمانه کې کفارو دغه ډول احزاب او ډلې جوړې کړې دي، څو بالآخره مسلمان په بشپړه توګه د ځمکې له مخې ورک کړي.
خو حقيقت دا دی چې الله تعالی فرمايلي: ما انسانان او پېريان؛ له «خپل» عبادت پرته د بل څه لپاره نه دي پيدا کړي.
نو ځکه به د حق او باطل دغه جګړه ان تر قيامته روانه وي. دغه جګړه د حزب الله او حزب الشيطان جګړه ده.
نو بناءً هغه څوک چې د مسلمانانو پر خلاف له کفارو سره ايتلاف کوي، اګر که د اسلام دعوه هم کوي، خو حکم يې د هغوی په شان دی او تر هغه به وژل کيږي؛ څو چې د الله تعالی حکم ته غاړه کيږدي.
دغه ډول بدبخته خلک چې په دنيا کې ځانونه د کفارو متحدين بولي، اسلام د دوی په اړه داسې فيصله کوي چې د کفارو په شان دوی سره هم تر هغه وخته وجنګېږئ او ويې وژنئ؛ څو الهي حکم ته غاړه کيږدي. که سم نه شول؛ نو لرې نه ده چې الله تعالی به يې د قيامت په ورځ هم له خپلو هماغو کفري متحدينو سره راپاڅوي، چې دوی په دنيا کې خپل دوستان بلل. دوی به د قيامت په ورځ هم متحده ډله کې راپاڅول کيږي، ان شاء الله!
په هر صورت؛ دا چې زموږ هېواد هم څو څو ځله د کفري يرغلګرو له لوري اشغال شوی، نو دلته هم هماغه شان؛ خلک دوه برخې شوي: يو کم شمېر سست مذهبه او بې ضمېره وګړي يې له يرغلګرو سره ملګري شوي او پاتې نورو يې د اشغال تر خاتمې د ازادۍ مبارزه کړې.
لنډ مثال يې د روسي يرغل پر مهال ښه ليدلی شو. هغه مهال چې سرو شورويانو په ډېر وحشي ډول زموږ هېواد يرغل کړ، له بده مرغه زموږ يو شمېر بې غيرته او بې ضميره ځوانان ورسره ملګري شول، له هغوی سره يې د هر ډول وحشتونو تر سره کولو کې سم په نيمه رول ادا کړ او د خپلو شوروي بادارانو په مرسته يې نژدې يوه نيمه لسيزه پر خپل ملت چپه مېچنې وګرځولې.
خو لله الحمد، بل طرف ته د داسې ځوانانو او مشرانو کمی هم نه وو، چې د خپل سر په قيمت يې په تش لاس جهاد پيل کړ او تر وروستۍ سلګۍ يې د ازادۍ مبارزه وکړه، څو بالآخره د الله تعالی په نصرت او د افغانانو په بې ساري مقاومت، وحشي شورويانو داسې شرموونکی شکست وخوړ، چې نه يوازې افغانستان يې له لاسه ووت، بلکې د افغانانو د جهاد په برکت يې ډېر نور مستعمره ممالک هم بايلودل او شوروي اتحاد په کوچنۍ روسيه بدل شو!
هغه مهال به د کابل تش په نوم حاکمانو خپل پوځ د افغانستان ساتونکی باله، خپله اداره يې مشروع حکومت ګاڼه او مقابل کې جنګېدونکي ازادي غوښتونکي مجاهدين يې د پنجاب او امريکې غلامان، هېواد ورانوونکي، پرديپال او اشرار ګڼل!
خو دا دی اوس تاريخ ليکلي چې کله شوروي اشغالګرو د خپلو يرغلونو په دوام کې افغانستان اشغال کړ؛ ځينې افغانان ورسره ملګري شول؛ چې د روسانو له خوا په ځانګړو منصبونو ونازول شول او په افغانستان يې حاکمان وټاکل، خو پاتې نور اکثریت ولس په تش لاس د ازادۍ مبارزه پيل کړه، تر دې چې روسانو شکست وخوړ، وتښتېدل او څه موده پس يې افغانستان کې پاتې ګوډاګی حکومت هم سقوط شو.
همدغه شان نن چې امريکايانو افغانستان اشغال کړی، بيخي هماغه شان قضيه بيا تکرار شوه، ځينې افغانان ورسره ملګري شول او ځينې نورو يې پر خلاف جهاد پيل کړ. د کابل اداره هم هماغه شان ادعاوې کوي، ځان ته مشروع حکومت وايي، خپل عسکر د افغانستان اصلي ساتونکي بولي او مقابل کې يې جنګېدونکي وسله وال د پنجاب په غلامۍ تورنوي او د ترهګر، تروريست او دهشتګر په القابو يې يادوي.
خو بيا هم وروستۍ فيصله به تاريخ کوي، ‌چې څوک هېواد ساتونکي وو او څوک د يرغلګرو او پرديو ملګري!
تېر تاريخ ته په کتو، ويلای شو چې حتماً به تاريخ داسې وليکي:
په (۲۰۰۱م) کال د اکتوبر په اوومه؛ امريکايي يرغلګرو پر افغانستان حمله وکړه، يو شمېر افغانان ورسره ملګري شول او د امريکايي بادارانو له لوري تش په نامه حاکمان وټاکل شول. دغو افغاني عسکرو او چارواکو امريکايانو سره څنګ په څنګ خپل هېوادوال وژل، په کورونو يې چاپې اچولې، جوماتونه، مدرسې، کلي او کورونه يې بمبارول او ګوته په ماشه يې د امريکايي اډو ساتنه کوله!
دغو جنابانو پر خپل مسلمان ولس ډيموکراسي تطبيقوله، د کفارو قوانين يې جاري کول، د اسلامي نظام مخالفت يې کاوه او د خپلو هېوادوالو بې لارې کولو او ګمراه کولو ته يې په کلکه ملا تړلې وه.
خو بل لور ته يو شمېر نورو غيرتي افغانانو په تش لاس د ازادۍ مبارزه پيل کړه، يرغلګر او د هغوی غلام افغاني عسکر يې ماتې ته اړ کړل، چې بالآخره د (۲۰۲۰م) کال د فبروري په نهه ويشتمه امريکايي يرغلګرو د خپلو عسکرو وېستلو تړون لاسليک کړ او د افغانستان اړوند داخلي مسايلو په هکله پرېکړه وشوه چې طالبان، د کابل اداره او نور ټول افغاني جهتونه به په ازاد ډول خپل راتلونکی حکومت جوړوي.
خو متأسفانه چې د اشرف غني په مشرۍ د کابل ادارې بيا هم په ټول توان هڅه کوله چې د امريکايانو د دغې موافقې د تطبيق مخه ونيسي او ډول ډول خنډونه ايجاد کړي. اسلامي نظام سره يې کلک مخالفت درلود او په ډيموکراسي او جمهوريت يې اصرار کاؤه. د سولې، روغې جوړې او بين الافغاني مذاکراتو مخالفت يې کاوه. دوی هڅه کوله چې هر څومره وکولی شي؛ يو څو شپې زيات پر واک پاتې شي، ځکه چې د بين الافغاني مذاکراتو په صورت کې خو د دوی منصبونه له منځه تلل!
دا چې تر دې وروسته به نور څه کيږي، دا هر څه به تاريخ همدغه شان په شفاف ډول ليکي. ان شاء الله
فاعتبروا يا أولي الألباب

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: