نن په ټول هېواد کې د انټرنېټ بیې راکمېږي

عزم(دوشنبه، ۱۸وری، ۱۳۹۹ل): د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، له مخابراتي شرکتونو سره د پرله‌پسې ناستو وروسته یې پرېکړه کړې، چې په افغانستان کې د انټرنېټ بیې د کمې مودې لپاره راکمې کړي.

د مخابراتو چارسمبالی وزیر محمد فهیم هاشمي وايي، د مخابراتو وزارت، د اترا ادارې او د مخابراتي شرکتونو د استازو ترمنځ د ناستو وروسته پرېکړه وشوه، چې سر له نن ورځې به د انټرنېټ بیې راکمېږي. «نن د بل هر وخت په پرتله هېوادوال زیات انټرنېټي اسانتیاوو ته ضرورت لري، د همدې ضرورت پر اساس د اترا ادارې په همکارۍ د مخابراتي شرکتونو له استازو سره له پرله‌پسې ناستو وروسته وتوانېدو له ژمنې سره سم هېوادوالو ته په پرچون انټرنېټ بیو کې هم پام وړ کموالی راولو.»

د اترا ادارې مشر عمر منصور وايي، مخابراتي شرکتونه چمتو دي چې په هېواد کې روان ناورین ته په کتو په خپلو انټرنېټ بیو کې پام وړ کموالی راولي.«شرکتونو سره په دې هم کارکوو چې دا به د چوپړونو پر کیفیت او کمیت دواړو اغېز ولري، اترا او حکومت غواړي د چوپړونو بیې راټیټ او کیفیت یې لوړ شي. له مخابراتو شرکتونو سره بحثونه لا روان دي.»

سر له نن ورځې وروسته به مخابراتي شبکې د انټرنېټ بیې په لاندې ډول کموي.

د ۲،۳ جې بي انټرنېټ بنډل بیه ۲۵۰ افغانۍ: په دغه بنډل کې د هر جي بي انټرنېټ بیه له ۱۶۶،۶ افغانیو څخه ۱۰۸،۶ افغانیو ته راکمه شوه.

د ۵،۷۵ جي بي انټرنېټ بنډل بیه ۴۰۰ افغانۍ: په دغه بنډل کې د هر جي بي انټرنېټ بیه له ۱۰۶،۶ افغانیو څخه ۶۹،۶ افغانیو ته راکمه شوه.

د ۲۱ جي بي انترنېټ بنډل بیه ۱۱۰۰ افغانۍ: په دغه بنډل کې د هر جي بي انټرنېټ بیه له ۷۸،۵ افغانیو څخه ۵۲ افغانیو ته راکمه شوه.

د ۳۰ جي بي انټرنېټ بنډل بیه ۲۷۰۰ افغانۍ: په دغه بنډل کې د هر جې بي انټرنېټ بیه له ۹۰ افغانیو څخه ۶۰ افغانیو ته راکمه شوه.

د ۴۶ جي بي انټرنېټ بندل بیه ۲۷۰۰ افغانۍ: په دغه بنډل کې د هر جي بي انټرنېټ بیه له له ۹۰ افغانیو څخه ۵۸،۵ افغانیو ته راکمه شوه.

په مخابراتي شبکو کې یوازې افغان بیسیم ژمنه کړې ده، چې په خپلو بیو کې به ۳۰سلنه کموالی راولي او په ټیټه بیه به خلکو ته انټرنېټ وړاندې کړي.

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت استازی علي الله سروري وايي، چې پر ټیټ قیمت د انټرنېټ نوې کڅوړې د تېرې شپې د ۱۲بجو راهیسې فعاله شوي دي.

په افغانستان کې د کرونا وایروس له کبله په ځينو لویو ښارونو کې پر تګ راتګ محدودیتونه لګېدلي او خلک اړ دي، چې په موبایل او انټرنېټ له حالاتو ځان خبر وساتي.

اوس‌مهال په افغانستان کې ۲۲ مېلیونه سیم کارټونه فعال دي او ۱۳مېلیونه خلک انټرنېټ کاروي؛ خو د ټیټ کیفیت او لوړې بیې نیوکې هر وخت پر مخابراتي شبکو کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: