د کابل اداره سوله نه غواړي

په ۲۰۰۱ م. کال د ستمبر په یوولسمه په امریکا کې د الوتکو پر مټ پر سوداګریزو مرکزونو بریدونه وشول؛ نو له هغه وروسته د امریکا دیکتاتور واکر بوش د دې پړه پر شېخ اسامه بن لادن واچوله او پر افغانستان باندې د یرغل کولو له پاره یې د احزابو ستر اشر جوړ کړ. د پنځوسو (۵۰) شاوخوا هېوادونو یرغلګر یې په کې راغونډ کړل. ترڅنګ یې دا اعلان هم وکړ، چې نړیوال دې یا له مونږ سره ودریږي او یا دې د اسلامي امارت په ملاتړ ودریږي!!
له بده مرغه د اسلامي نړۍ سترو هېوادونو هم د رد ځواب ور نه کړ، امریکا او د هغه اشرباڼیو زمکني او هوايي بریدونه پیل کړل. زموږ ډیر هېوادوال یې شهیدان، ټپيان، د تل له پاره معیوب او بندیان کړل، چې بندیان ان تر ګوانتنامو پورې ورسول شول.
هو! ډیر وخت لا نه و تېر شوی، چې د یرغلګرو په مقابل کې طالبانو د مسلمان ولس په ملاتړ جهاد پیل کړ. د امریکایانو او د هغوی د افغاني غلامانو غرور یې ور مات کړ؛ خولې یې په خاورو ور سپیرې کړې او لویدیځ ته د یرغلګرو د جنازو بهیر ور پیل شو، امریکايي دیکتاتورانو په خپل سیاست او پالیسیو کې څو څو وارې تغیرات راوستل؛ ځکه: (زور قالب نه لري).
همدارنګه د کابل د وخت واکمن هم د سولې عالي شوری په نوم شوری جوړ کړه، څو کسه يې په دندو وګومارل او ډالري تنخواګانې يې ورته وټاکلې، هغو ډالرخورو هم تبليغات پېل کړل، اما کومه لاسته راوړنه يې و نه لرله، ځکه د سولې عالي شوری جوړښت د افغاني اصولو خلاف و، د يادې شوری مشر د جنګسالارې ډلې رهبر و، په افغاني ولسي قوانينو کې د جرګې مشر او د جرګې غړي ناپېيلي کسان وي. بيا له هغه ورووسته چې کوم کس د شوری مشر ونومول شو، هغه هم هغه شخص و چې د ستمبر له (اا) وروسته يې په پېښور کې زر کسيزه جرګه راوبلله او له طالبانو سره يې مخالفت برالا کړ. همداشان د هغه له مړينې پس چې کوم سړی د يادې شوری په مسند کېنول شو، د هغه لاسونه هم د ملت په وينو سره و او هغه څټک او فولادي مېخونه يې په کور کې موجود وو، چې د سني افغانانو په سرونو کې يې ټکوهل!!! چې بالأخره د سولې عالي شوری هم خپل اهميت هغه مهال له لاسه ورکړ چې د کابل ادارې د سولې وزارت تاسيس کړ او افغانانو دا لومړيتوب او برياليتوب وګاټه چې ياد وزارت يې په خپله کابينه کې ورزيات کړ او د نړۍ په کابينو کې دا نه تر سترګو کيږي!
د افغانستان د ګډ حکومت په کابينه کې لا د سولې وزارت شته؛ خو د کابينې مشر خپل پخواني شريکوال او سياسي مخالف (عبدالله عبدالله) ته د جرګه مارو په لاس پېغام لېږلي، چې د مصالحې شوری مشري به درکړم او ستا پروتوکول به د ولسمشر د لومړي مرستيال هومره وي، د واک او قدرت څښتن به يې!!!
په اوسنيو حالاتو کې او د لويديځوالو تر څارنې او اشراف لاندې انتخابات او ټولټاکنې له سره د هېواد او هېوادوالو په ګټه نه دي، کومه بوديجه چې په ياده ډرامه ترسره شوه، هغه بايد د هېواد په ټولګټو پروژو ولګول شي، نه په داسې ډرامو!!! د دې لپاره چې په افغانستان کې دېموکراسي د پوخوالي او نضج په درجه کې وښودل شي، نو لويديځوالو په خپلو غلامانو دا ومنله چې ټولټاکنې ترسره کړې، هغه ترسره او له ډېرو ناندريو وروسته يې پايلې اعلان شوې، د ټاکنو کميسون وثيقه اشرف غني ته ورکړه، هغه بريالی وبلل شو، ورسره جوخت عبدالله عبدالله هم د ګټات اعلان وکړ او بيا دواړو په يوه ورځ د لوړې مراسم ترسره کړل، بهرنيو مېلمنو او په ځانګړي ډول، سکاټ مېلر، کابل ميشتی امريکايي سفير او خليلزاد د غني په غونډه کې ګډون وکړ او د هغه په غونډه کې کوم بهرنی دېپلوماټ څرګند نشو. نړيوالو هم اشرف غني ته د بيا ولسمشر کېدو مبارکيانې وويلې او د مرستو او همکاريو ژمنې يې ورسره تازه کړې.
د پخواني ګډ حکومت د شريک والو ترمنځ منځګړي راپورته شول، اوس يې ترمنځ منځګړيتوب کوي. اشرف غني په برنۍ خبره ټينګ دي (ع ع) او پلويان يې هغه نه مني. او مکاره امريکا هم دواړه په شا لا ټپوي چې له خپل دريځ څخه تېر نه شي.
چې اشرف غني د مصالحې شوری جوړوي او وزارت هم شته، نو په اصل کې هغه په افغانستان کې سوله نه غواړي، ځکه که له بهرنيو (هېوادونو) سره د سولې خبره وي هغه د بهرنيو چارو وزارت، د ولسي جرګې او ومشرانو جرګې په مسؤليتونو کې راځي.
همدارنګه د کورنيو شخړو حل د کورنيو چارو وزارت او نورو ذي دخلو ادارو دنده ده، نه د سولې د وزارت او نه د مصالحې شوري؛ خو وله دې دوو جديد التاسيس ادارو څخه جوتيږي، چې د کابل سرکار اوس د سولې او روغې جوړې هوډ نه لري او ويا په ځنډ سره د سولې کولو اراده لري. ځکه تر مياشتو مياشتو خو يې د بين الأفغاني مذاکراتو لپاره پلاوی نشو ترتيبولی او بيا چې جوړ شو، پر مصلحتونو باندې ولاړ دی او داسې اشخاص يې غړي ټاکل شوي، چې د هغوی اړوند قومي او تنظيمي کسان يې هم نه مني. او د افغان ولس اکثريت خو لا پرېږده چې دوی ومني!!!
هو،! د اشرف غني له دا شان ټاکنو، ګومارنو او مصلحت لټوونو څخه داسې بريښي چې هغه له سره سولې ته ژمن نه دی او د هغه ملګری ټيم هم د سولې پلوی نه دی. د کابل حکومت ته په کار ده چې د سولې لپاره په اخلاص مټې را بډ وهي او له خوشې بې ځايه شرطونو څخه تېر شي.
ليکنه: عباس عابد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: