په پروان او کاپیسا کې سړې خونې جوړېږي

عزم(یکشنبه، ۱۷وری، ۱۳۹۹ل): د پروان ولایت ځايي چارواکي وايي، په پام کې لري چې په دغه ولایت کې د ۱۵۰۰ټنو په ظرفیت د کرنیزو توکو د ساتنې لپاره یوه سړه خونه جوړه کړي.

د پروان د کرنې ریاست مسوولین وايي، دغه سړه خونه د کرنې وزارت له لوري ډېزاین شوې او د ملي پراختیا شرکت ته ورکړل شوې ده، چې تر راتلونکو دوو کلونو پورې به یې چارې بشپړې شي.

د دوی په خبره، دغه سړه خونه به په لمریزه برېښنا سمبال وي او د پروسس یو مرکز به پکې هم جوړ شي.

پر دغه سړه خونه ۱۸۰مېلیونه افغانۍ لګښت راځي او په دوو کلونو کې یې چارې بشپړېږي.

د پروان په څنګ لوري ولایت کاپیسا کې هم د یوې سړې خونې د جوړولو چارې پیل شوي دي.

د کرنې وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري وايي، دغه سړه خونه هم ۱۵۰۰ټنو مېوو او سبزیجاتو د ساتلو ظرفیت به ولري او چارې به یې تر راتلونکو دوو کلونو پورې بشپړې شي.

د غفوري په خبره، د کرنې وزارت په پآم کې لري چې په ۱۰ولایتونو کې ۱۲سړې خونې جوړې کړې، چې هره سړه خونه به د ۱۵۰۰ ټنو مېوه‌جاتو او سبزیجاتو د ساتلو ظرفیت به ولري.

له دې وړاندې په کابل او ننګرهار کې سړې خونې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې وې؛ خو په پروان او کاپیسا کې یې اوس چارې پیل شوې.

په سړو خونو کې مڼې، انګور، انار، رومي بانجان او نورې ترکارۍ او مېوه‌جات تر درېیو میاشتو ساتل کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: