اسلم فاروقي نیول شوی که پناه ورکړل شوې؟؟

حامد ننګرهاری:
اسلم فاروقي د پاکستان د قبایلي سیمې اورکزو ایجنسی سره تړاو لري چې د خراسان داعش یو له سرکښو مشرانو ګڼل کیده. کله چې په افغانستان کې د داعش دوه د سر مشران حافظ سعید خان او شیخ حسیب یو په بل پسې ووژل شول، ورپسې اسلم فاروقي د خراسان د داعش مشر وټاکل شو چې تر اوسه د همدې ډلې مشر یادیده.
تېر کال چې طالبانو د ننګرهار ولایت د سپین غر په اړونده ولسوالیو کې په داعش ځپونکي عملیات وکړل او دغه ډله یې په ننګرهار کې له منځه یووړه، په ننګرهار کې ځایي چارواکو که له یوې خوا محاصره داعشیانو ته پناه ورکوله، بل اړخ ته یې د اسلم فاروقي په شمول د داعش ژوندي پاته مشران کونړ ته انتقال کړل تر څو په دې ولایت کې د فتنې اور بل وساتي او د طالبانو په وړاندې وجنګیږي.
اسلم فاروقي له ځینو نورو داعشیانو سره تېرې څو میاشتې په کونړ کې اوسیده. د نوموړي سره د شیخ عطاء الله په نوم د کونړ لپاره د داعشیانو مسؤل هم ملګری و، شیخ عطاء الله اصلا د ننګرهار د خیوې ولسوالۍ د کاشکوټ اوسیدونکی دی. اسلم فاروقي او ورسره ملګري یې د کونړ د نورګل مزار درې، د دیوه ګل چلس سیمې او شوړیک تر منځ په تګ راتګ کې وې چې مسلسل په دې سیمو د طالبانو بریدونه هم روان وو.
په وروستیو اونیو کې د ننګرهار غوندې په کونړ کې هم د داعش پاڼه زیړه شوه، ټولې سیمې یې له لاسه ورکړې او د کونړ له ځایي چارواکو سره د داعشیانو پیوستون پیل شو. اسلم فاروقي هڅه وکړه چې طالبانو ته تسلیم شي خو طالبانو یې تسلیمي ونه منله. د نوموړي حتی خپل پلار او تره چې په اورکزو ایجنسې کې اوسي د طالبانو یوه محلي قومندان ته ورغلل تر څو ورسره د اسلم فاروقي د تسلیمۍ خبره شریکه کړي.
په وروستیو کې اسلم فاروقي د شیخ عطاء الله په واسطه د ننګرهار ولایت له یوه مشهور چارواکي فریدون مومند سره رابطه جوړه کړې وه او حکومت ته د تسلیمۍ خبرې یې ورسره شروع کړې وې. فریدون مومند چې اصلا د ګوشتې دی، د زر تنو شاوخوا ملیشې او اربکیان لري او دننګرهار په ختیځو او شمالي سیمو کې د واک او ځواک خاوند دی. د عطاء الله او فریدون مومند په توسط د اسلم فاروقي او د ننګرهار د ملي امنیت دچارواکو تر منځ په تسلیمۍ توافق وشو. چې په نتیجه کې یې اسلم فاروقي له خپلو ملګرو سره له کونړ څخه د شګۍ په لاره د خیوې ولسوالۍ کاشکوټ ته لاړ او د ملي امنیت له چارواکو سره یو ځای شو.
په دې ډول د ننګرهار په شان د کونړ داعشي مشرانو ته ملي امنیت پناه ورکړه او د طالبانو له کلابندۍ یې وژغورل. اسلم فاروقي تیره یوه اونۍ دننګرهار د ملي امنیت میلمه و، خو نن یې د رسنیو مخ ته رایوست او د کابل په درمسال د وروستي برید د عامل په عنوان یې معرفي کړ. عام باور دا دی چې رسنیو ته د اسلم فاروقي نمایش هسې یوه تبلیغاتي مانوره وه. له دې خبري نمایش وروسته نوموړی بیرته خپل میلمستون ته بیول شوی او د ګڼو نورو داعشیانو په شان د استخباراتي چارواکو لخوا ساتل کیږي او پالل کیږي.
مطلب دا چې اسلم فاروقي د ملي امنیت لخوا نیول شوی نه بلکې پناه ورکړل شوې او د یوه قدرمن میلمه په حیث ساتل کیږي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: