د فلسطین او اسرائیل قضیه؛ له اسرائیل سره د امریکا مرستې او د ټرمپ ارادې(پاتې برخه)

عزام مهاجر

د همدې لړۍ په تېره برخه کې د فلسطین او اسرائیل د قضیې تاریخي شالید ته یو ځغلند نظر وشو او دا خبره واضحه شوه چې څنګه فلسطیني ځمکه یهودو د امریکا په مرسته غصب کړه. یهود خپله ناجائزه قبضه اوس هم غځوي او د اوسلو په معاهده کې چې په قانوني توګه د متحده ایالتونو له لوري کومه ځمکه یعني غربي اردن او د غزې ټوټه فلسطینیانو ته ورکول شوې وه، هغه هم لاندې کوي.

له دیني او سیاسي لحاظه د یهودو اصل مقصد د فلسطین مقدس ځایونه لکه مسجد اقصی، قبة الصخرة، د ګریې دېوال او داسې نور په خپله قبضه کې اخیستل دي، تر څو دوی مسجد اقصی شهید کړای شي، د هغه پر ځای Third Temple یعني دریم معبد یا ګنبده ودانه کړي او د دوی د زعم مطابق هلته بیا دجال راځي او له هماغه ځایه به پر ټولې نړۍ پاچاهي کوي او دیهودو قیادت به کوي. د یهودو دا عقیده ده چې تر څو چې دغه معبد نه وي جوړ شوی تر هغو دجال نه راځي، او چې دجال رانشي دوی به همداسې په ذلت کې پاتې وي او پر نړۍ پاچاهي نشي کولی. د همدې مقدسو ځایونو د نیولو او هلته د ترډ ټیمپل د ودانولو لپاره یهود هر ډول هڅي کوي او له هیڅ ناجائز او ممنوع عمل څخه دریغ نه کوي. دې هدف ته د رسېدلو لپاره یهودو تل امریکا استعمال کړې ده او امریکا هم لاره ورته اواره کړې او په ناجائز ډول یې پر فلسطینیانو ظلمونه کړي دي.

خوفلسطینیان په هیڅ حال مقدس ځایونه یهودو ته نه پرېږدي او تل یې د یهودو مقاومت کړی دی. دې مقاومت ته د پای ټکې اېښودلو او یهودو ته د مقدسو ځایونو د سپارلو په موخه په ۲۰۱۷م کال کې ټرمپ بیت المقدس د اسرائیل پلازمینه اعلان کړه او د امریکا سفارت یې هلته انتقال کړ. د دې اعلان سره هم فلسطینیانو خپل مقاومت پرېنښود او د یهودو سره هره ورځ لاس او ګرېوان وي.

د لا فهم لپاره د اسرائیل او فلسطین نقشه پېژندل اړین دي. مسلمانانو ته چې د اوسلو د معاهدې په ترځ کې کوم ځایونه وسپارل شول، هغه مغربي اردن چې ویسټ بینک ورته وایي، یعني له اردن څخه لوېدیځ ته پرته څنډه. او په همدې ویسټ بینک کې ټول مقدس ځایونه راځي. او یوه د غزې ټوټګۍ ده چې له ویسټ بینګ څخه لري پرته ده. لوېدیځ ته یې میډیټیرېنین سمندر او جنوب ته یې د مصر سینا پرته ده او د ویسټ بینک او غزې تر منځ د اسرائیل د ۵۰ کیلومیتره پراخه ساحه پرته ده. یهودو پر هغه ځمکه قناعت ونه کړ کومه چې د متحده ملتونو له لوري رسما ورکول شوې وه بلکې د مسلمانانو په ساحه ویسټ بینک کې یې ناجائزي او په وچ زور آبادۍ شروع کړې او د مسلمانانو ځمکې یې لاندې کولې، تر داسې چې اوس یوازي په ویسټ بینک کې په ناجائز ډول ۶۰۰۰۰۰ شپږ لکه یهود آباد دي، یهود ځکه دې خوا ته زور وهي چې دلته مقدس ځایونه او هغه څه پراته دي چې په ترلاسه کولو سره یې دوی پر نړۍ د حکمرانۍ خوبونه ویني. نه یوازي پر هغو آبادیو قناعت کوي بلکې اوس په رسمې ډول د مقدسو ساحو د لاندې کولو هڅه کوي؛ په پراخه کچه تعمیراتي او پاخه کارونه کوي او پر فلسطیني عوامو سخت ظلمونه کوي.

د لانجې د حل په بانه ډونالډ ټرمپ خپل زوم جاریډ کشنر د دې کار لپاره وټاکه چې د دواړو لوریو تر منځ یو حل لاره رامنځته کړي. درې کاله وروسته نوموړي وویل چې:
«زه یوې نتیجې ته رسېدلی یم او دا لومړی ځل دی چې اسرائیل دې ته غاړه ایږدي چې فلسطینیانو ته آزاد ریاست ورکول شي تر څو هلته دوی د خپلې خوښي حکومت وکړای شي او دا به د دوی ډېره هوښیاري وي چې له دې موقع څخه استفاده وکړي.»
همدغه ډونالډ ټرمپ د صفقة القرن یا Century Deal په نامه اعلان کړ.

د فلسطینیانو بېل هیواد او حکومت به څنګه وي؟

د صفقة القرن په دې ۱۸۱ پاڼې دوسیه کې چې د فلسطیني هیواد او حکومت څنګه طرحه وړاندې شوې ده هغه داسې ده چې غزه او د ویسټ بینک صرف مشرقي اړخ به فلسطینیانو ته سپارل کیږي چې مقدس مقامات ټول د یهودو په طرف کې راځي. شرطونه یې دا دې چې یهود به هلته د راتلونکو څلورو کلونو لپاره ابادي نه کوي او له هغه وروسته بیا هلته په هر څومره پراخه پېمانه ابادي کول وغواړي، کولی یې شي. بیت المقدس به له جګړې پرته په متفقه ډول د اسرائیل پلازمینه وي او فلسطینیانو ته د هیڅ ډول مزاحمت او یا هلته د تګ اجازه نشته. کوم شپږ لکه یهود چې اوس هلته آباد دي، هغوی به په مستقل ډول هلته اوسیږي او یو به هم له سیمې نه وزي. د فلسطیني سیمو ټول بارډرونه او سرحدونه به د اسرائیلي حکومت تر څار لاندې وي او دوی به یې نګراني کوي او له پاسه به څلرویشت ساعته د ډرون او کېمرو په توسط تر څار لاندې وي. او غزه به د یوه اوږده تنل له لارې د ویسټ بینک سره وصل کیږي.
په ویسټ بینک کې آباد یهود به اسرائیل تبعه او داسرائیلي حکومت له لوري به اداره او کنټرولیږي. یعني حکومت به دفلسطیني مسلمانانو وي او لاسوهنه به پکې یهود کوي. د دې مثال داسې ویلی شو چې یو مسلمان هیواد له امریکا وغواړي چې دالته چې هر څومره مسلمانان اوسیږي، ستا به ورکې کار نه وي او نه به دي حکم پرې چلیږي، بلکې ټول به زما تر امر او حکم لاندې وي، هدایات او احکامات به زه ورکوم، خبره به زما منې او لاندې کړې دې ستا ځمکه وي. آیا امریکا دې ته تیاره ده؟
دا رنګه امریکا په لومړي ځل د فلسطین ځمکه نیمی کړه او د زور په مټ یې یهود پکې آباد کړل او فلسطینیانو ته یې صرف دوې ټوټې ورکړې، هغه هم په داسې ډول چې له نیمایي زیاته یهودو قبضه کړې او شپږ لکه پکې آباد دي. اوس دادی بیا هغه ځمکه هم ترې قبضه کوي او د اسرائیل په لمن کې یې ور اچوي، کومه چې د نړیوالو له لوري فلسطیني مسلمانانو ته ورکول شوې وه او هغوی صرف په یو څو جریبه ځمکه تېرباسي.
په نړۍ کې چې څومره یهود آباد وو، هغوی ټول خپلي پلارنۍ سیمې اسرائیل ته راستانه شول، خو د همدې یهودو د جنګ او غصب له لاسه چې د ۲۰ پېړۍ په منځني وخت کې کوم مسلمانان فلسطینیان مهاجر شول، تر اوسه لا د هجرت په کیمپونو کې ژوند کوي او نه دې راستانه شوي او له دې وروسته خو یې بیخي هېله نشې کېدی چې د مسلمانانو سیمه هم ټول یهود لاندې کړي.

د الجزیرې د شنونکو په وینا د ټرمپ او اسرائیل په دې معامله کې د عربي هیوادونو هم پوره لاس شته، ځکه چې هغوی له ډېره وخته فلسطینیان دې ته هڅه وي چې د اسرائیل سره یو ډول معاملې ته تیار شي، دا رنګه عربي هیوادونه په دې کړنې د اسرائیل او امریکا ملګرتیا او خواخوږې ترلاسه کوي او هغوی ته ځانونه نږدې کوي.

دا خو د اسرائیل او ټرمپ پلان و، خو د فلسطینیانو څنګه خوښه وه؟ له هغوی څخه هیڅ پوښتنه هم نه ده شوې او نه هم د دې معاملې پر مهال په جریان کې اچول شوي دي، بلکې ټرمپ او نتنیاهو یاد پلان جوړ کړ؛ اعلان یې کړ او د صفقة القرن نوم یې ورکړ. د ټرمپ زوم کشنر وویل چې دا لومړی ځل دی چې اسرائیل دې ته آماده شوی دی چې فلسطینیانو ته خپل مملکت ورکړي او زه هیله کوم چې فلسطینیان به له دې موقع څخه استفاده وکړي. فلسطینیانو کلک مخالفت وښود چې دا معاهده نه بلکې معامله ده او موږ ترې اصلا خبر شوي نه یو.

په فلسطین کې د فلسطینیانو او یهودو ژوند:

په ویسټ بینک کې د یهودو کالونۍ او کلي دومره د لوړي کچي دي، چې د امریکا د نیوجرسي سره مشابهت لري. آباد پاخه کورونه، صفا سړکونه، پراخ زرغونه پارکونه، معیاري مکتبونه، ودان پوهنتونونه، ابادۍ ته واقع ستر ستر مارکیټونه او… ډېری خلګ له امریکا څخه راغلي او له مذهبي جذبې پرته دلته آباد شوي دي، د ووکس نیوز د څېړنې پر اساس دوی وایي چې دلته تعلیم د لوړې پېمانې، ژوند بیخي معیاري او هوا یې ډېره صفا او ښکلې ده. د ماشومانو د لویولو لپاره له دې غوره ځای نشته.
یهودي حکومت چې څومره مصارف د اسرائیل په ځمکه کې کوي، له هغه زیات په ویسټ بینک کې د یهودو پر آبادۍ او د هغوی د ژوند پر معیاري کولو کوي. ښونځیو ته یې د اسرائیل د پوهنځیو په پرتله زیاته پاملرنه کیږي او له هغو زیات اخراجات پرې کیږي. د انتقال لپاره د موټرونو او د اوسېدلو لپاره د کورونو کرایې دلته د یهودو لپاره ټیټې دي. په ویسټ بېنک کې پر اوسېدونکو د سړي پر سر نسبتا ۹۵۰ ډالره مصرف کیږي چې دا د هغه مصرف دوه چنده دی، کوم چې د اسرائیل په خپله ځمکه کې پر یهودو کیږي.
د یهودي حکومت له لوري له مصارفو پرته په ویسټ بینک کې د فلمونو کتنځایونه/مووي تهیټرز، ورز ش ځایونه/کلبونه او پارکونه د امریکا له لوري پالل کیږي او ټول مصارف یې امریکایي خیریه مراکز کوي. په ویسټ بینک کې یهود د ژوند له هرې اسانتیا لکه برېښنا، انټرنیټ، اوبه او هرڅه برخمن دي. سره د دې چې دلته د یهودو آبادۍ د نړۍ والو له لوري هم غیر قانوني دي، ځکه چې د فلسطینیانو ځمکه لاندې کوي، خو پر دې سربېره هم دغه غیر قانوني آبادۍ د اسرائیلي حکومت او امریکایي ادارو له لورې چلیږي او مصارف پرې کيږي. د نړۍ والو د توجه اړولو لپاره په کال کې یو ځل چیرته یوه وېرانه او د نه اوسېدلو جوګه آبادي ونړوي، انځورونه یې واخلي او نړۍ والو ته یې ښکاره کړي چې ګورئ! موږ د غیرقانوني آبادۍ خلاف یو او نړوو یې. د امریکا دواړې ښې او چپ اړخ پارټۍ د اسرائیل د دې سیاست حمایت کوي او د ټولې نړۍ پر وړاندې یې تر شا په کلکه ولاړ دي او دفاع یې کوي.

خو د دې عکس په ویسټ بینک کې فلسطیني مسلمانان داسې ژوند کوي لکه د مهاجرینو کیمپونو کې چې اوسیږي. د ژوند له اسانتیاوو څخه بې برخي او ژوند یې له کړاوه ډک دی. ماشومان یې د ښونځیو پر ځای په خېمو کې سره جمع کیږي او درس لولي. ټولې ساحې د یهودي پوځونو تر څار او نظارت لاندې وي. هلته د اوسېدونکو یهودو او مسلمانانو د موټرونو نمبر پلیټونه هم د بیلو رنګونو وي. یهود آزاد پرېښودل کیږي خو د فلسطینيانو موټرونه پر هر پاټک او پوسته درول کیږي او پوښتنې ګروېږنې ترې کیږي. په کومو آبادیو کې چې اوسیږي، هلته هم د یهودو له حملې څخه خوندې نه دي، بلکي هرکله یهود راتلای، له کوره یې ایستلای او ټکولی شي. کورونه ورسوځوي او کورنۍ د شنه آسمان تر بام لاندې ژوند کولو ته اړ ایستل کیږي. مسلمانان پر یوه ځای ډېر نشي جمع کېدلی، ځکه یهود ترې په وېره کې وي چې کوم اقدام ونه کړي، نو سمدستې ډزې پرې کوي او ټولۍ یې سره تیت او پرک کوي.
په غزه کې ژوند د سوریې تر ښارونو هم بدتر دی. تل یهودي الوتکي پروازونه پرې کوي او د مسلمانانو آبادۍ په نښه کوي. د ژوند ټولې چارې معطلې او ټول خلګ زهیر او رنګونه یې مړاوي ښکاري. د غزې د مسلمانانو په اړه دا خبره مشهوره ده چې مسلمانان د ورځې پنځه وخت لمونځ کوي، خو دوی شپږ لمونځونه کوي چې یو پکې هره ورځ د جنازې لمونځ وي.
پر دې هرڅه ظلمونو هم نړیوال سازمان، هم متحده ملتونو او هم نورو د بشري حقونو نارې وهونکو سترګې پټې کړي او تماشه یې کوي. او له بل لوري مسلمان عرب حکمرانان هم دومره بې حسه، بزدله او د مادیاتو په نشو کې غرق دي چې د خپل ګاونډي په کور کې دا ژړا او فریاد نه اوري او نه یې د هغوی له انګړ څخه پورته کېدونکې لوګې سترګې اوښلنې کوي.

چې ټرمپ د حرمینو د خادم په تیلو پایي
نو چاته سترګې واړوي اقصی صلاح الدینه!

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: