خوست: بدلون د اوړو فابریکه هره ورځ ۱۶ټنه غنم اوړه کوي

عزم(شنبه، ۱۶وری، ۱۳۹۹ل): د خوست د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د بدلون په نوم د اوړو یو میل (فابریکه) چې د ورځې د ۱۶ ټنه اوړو د تولید وړتیا لري پرانیسل شوې ده.

د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، د اوړو دغه پرانیستل شوی ميل د یو خوستوال سوداګر په پانګونه جوړه شوی، چې د ورځې ۱۶ ټنه اوړه تولیدوي.

د خوست والي حلیم فدايي وايي، په یاده فابریکه لس مېلیونه افغانۍ پانګونه شوې، چې په لومړی پړاو کې ۱۶ ټڼه اوړه تولیدوي، چې وروسته به ددې میل د اوړو تولید ۴۰ ټنو ته ورسېږي، چې دا به په خوست کې د اوړو په بیو مثبت اغېزه ولري.

د فدايي په خبره، ددې فابریکې اهمیت په دې کې چې له خپلو شته وړتیاوو ګټه اخلي او په دې سختو شرایطو کې چې د کرونا له امله د اوړو بیې پورته شوي، د خلکو ملاتړ کوي او هره ورځ به بازار ته ۱۶ ټنه اوړه وړاندې کوي.«موږ باید په خپله خاوره، په خپلو لاسونو، خپلو خلکو ته کار پیدا کړو او دا د پیاوړي اقتصاد غوښتنه ده، نو ددې لپاره باید دولتي، خصوصي او مدني سکتور چارې سره همغږي کړو.»

د خوست د والي په خبره، په نوي روان کال کې زموږ لومړیتوب د خصوصي سکتور پیاوړتیا او دوی ته د لازم کاري چاپېریال رامنځ ته کول دي. «زه له ټولو سوداګرو او پانګوالو سره یو ځل بیا هم ژمنه کوم، چې ټول اسانتیاوې درکوو، خو په دې شرط چې پانګونه وکړئ او خلکو ته کار پیدا کړئ.»

د خوست ځايي خلک خوښ دي، چې د کرونا ناروغۍ له امله د اوړو بیې پورته تللي وې، بېرته به پخواني حالت ته راشي.

د بدلون د اوړو فابریکې یو تن مسوول ډاکتر محمد عزیز محسن وايي، دغه فابریکه به د غنمو د حاصلاتو په وخت کې له بزګرانو څخه په مناسبه بیه غنم رانیسي او وروسته به یې د اوړو په ډول په مناسبه بیه خلکو ته وړاندې کوي، چې دا مهال هم په کافي اندازه غنم لري.

تېره اوونۍ په ننګرهار کې هم د اوړو یوې فابریکې په فعالیت پیل کړی و، چې د ورځې ۴۰ټنه غنم اوړه کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: