سوداګر: د کندهار د ګمرک مسئولینو له لاسه مو سبزیجات په ګمرک کي خراب شول

عزم(پنجشنبه، ۱۴ وری ۱۳۹۹): د کندهار او نیمروز ولایتونو سوداګر وايي، د کندهار د ګمرک مسئولینو یې له تېرو څو ورځو راهیسې د تازه میوو او سبزیجاتو په ګډون په خوراکي او غیر خوراکي توکو بار موټرونه راګرځولي او ښار ته د داخلېدو اجازه نه ورکوي.

د کندهار ولایت چارواکي بیا وايي، چې دغه موټرونه دوی نه بلکې د قانوني نیمګړتیاوو له امله په خپله سوداګرو درولي دي.

بلخوا بیا د کندهار یو شمېر سوداګر نن له همدې امله د ګمرک ریاست مخې ته په احتجاجي توګه راټول شوي وو او له دولت یې د دغې ستونزې د هواري غوښتنه کوله.

دوی د کندهار د ګمرک مسئولینو باندې پړه اچوله او ویل یې چې موټر یې د کندهار د ګمرک د مسوولینو له خوا ګرځول شوي دي.

دوی وايي، د ګمرک د مسئولینو له لاسه ورته هره ورځ دروند زیان اوړي، سبزیجات او مېوې یې په داسې حال کې په خرابېدو دي چې ښار ته د داخليدو اجازه نه ورکوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: