ننګرهار: د کانال د ترکاڼۍ فابریکه د ۳۲کلن ځنډ وروسته بیا فعاله شوه

عزم(پنجشنبه، ۱۴وری، ۱۳۹۹ل): د ننګرهار وادې کرنیز شرکت مسوولین وايي، د کانال اړوند د ترکاڼۍ فابریکه د ۳۲کلن ځنډ وروسته بیا فعاله شوې ده.

د کانال د مسوولینو په خبره، د کانال د ترکاڼۍ فابریکه له ۳۲کلن ځنډ وروسته یو ځل بیا فعاله شوه او تمه ده، چې د پخوا په څېر به تولیدات ولري او د هېواد ګڼو سیمو ته به خپل توکي ورسوي.

ياده فابريکه کابو دوه دېرش کاله وړاندې د بهسودو ولسوالۍ اړوند ثمرخېلو سيمه کې په دوه شپيته جريبه ځمکه کې فعاله وه، چې په کې سلګونه کسان په کار بوخت وو او د هېواد د بېلابېلو سیمو له لرګيو څخه به په کې دروازې، څوکۍ، مېزونه، فرنيچرې او نور توکي جوړېدل؛ خو د کورنیو جګړو له امله یې فعاليت ودرېد.

د کانال مسوولین وايي، يادې فابريکې هغه مهال بېلابېل ډوله ماشينونه لرل، چې د اسيا په کچه يې نوم درلود؛ خو اوس يوځل بيا هڅه کيږي، چې د اوسني عصر سره سم مجهز ماشینونه پکې فعاله کړي او نمونه‌يي توکي جوړ کړي.

د ننګرهار د کانال شرکت زرګونه جریبه ځمکه لري او زرګونه ونې هم لري، چې له دې وروسته به یې له لرګیو څخه په دغه فابریکه کې توکي جوړېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: