کرونا ناروغي؛ د مالیې وزارت عواید دوه مېلیارده افغانۍ کم کړي

عزم(پنجشنبه، ۱۴وری، ۱۳۹۹ل):  د مالیې وزارت مسوولین وايي، د کرونا ناروغۍ له امله ملي عوایدو ته سخت زیان اوښتی دی او د ملي عوایدو دوه مېلیارده افغانۍ یې کمې کړي دي.

د یاد وزارت ویاند شمروزخان مسجدي وايي، ډېر کموالی په ګمرکي عوایدو کې راغلی دی، چې د سیاسي ستونزو او د کرونا وایروس خپرېدو هم پر ملي عوایدو منفي اغېز کړی دی.

د مسجدي په خبره، د روان مالي کال په درې لومړنیو میاشتو کې د هېواد عواید د تېر مالي کال له ورته مهال سره په پرتله پنځه دېرش مېلیارده افغانیو ته رسېدلي دي؛ خو  افغانستان ته د صادراتو کموالي عواید هم زیانمن کړي دي.«د نوي مالي کال په لومړیو کې موږ او تاسې ځينې سیاسي مسئایل لرل چې په نېغه توګه یې پر عوایدو، وارداتو او صادراتو اغېزه لرله او له هغې وروسته زموږ پولې او کورني فعالیتونه د کرونا وایروس له امله غیر فعال شول؛ دا ټول د دې لامل شول چې سږکال د تېر کال په پرتله یو سلنه کموالی ولرو.»

دی وايي، که د حکومت ترمنځ سیاسي ستونزې روانې وي، ګمرکونه تړل شوي وي او صادرات په ټپه ولاړ وي، نو د حکومت له لوري راکړل شوی هدف په روان مالي کال کې نه‌شي پوره کولی.

د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې، په روان مالي کال کې تر اوسه ۴۰.۵۹ مېلیارده افغانۍ ملي عوایدو راټول شوي دي چې له دې څخه ۱۸.۱۲ مېلیارده یې د هېواد له ګمرکونو او پاتې نور یې د مالیاتي او غیر مالیاتي برخو څخه راټول شوي دي. همداشان د حکومت په کچه ۱۰.۸ مېلیارده افغانۍ (۸.۱ سلنه) پراختیایي بودیجه او ۵۷.۷ مېلیارده افغانۍ (۲۰.۹ سلنه) عادي بودیجه لګول شوې ده. په ټوله کې د حکومت په کچه پراختیایي او عادي بودیجه ۶۸.۶ مېلیارده (۱۶.۷ سلنه) لګول شوې ده.

د مالیې وزارت داسې مهال د عوایدو د کموالي خبره کوي، چې امریکا هم له اوسني حکومت سره یو مېلیارد ډالرو د مرستو د کموالي خبر ورکړی دی.

په تېرو پنځو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې د حکومت عواید د ډېرېدو پر ځای کموالی کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: