د حکومت پلاوی ولې د منلو نه دی؟!

کفایت الله شباب
د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د کابل ادارې له لوري په داسې حال کې د پلاوي ټاکل، چې اوس هم لا د دې ادارې په مشرتابه او ویش باندې د غني او عبدالله ناندرۍ دي او هر یو یې هڅه کوي تر څو د امریکا په لاس د جوړ شوي حکومت غوښنه برخه ترلاسه کړي. نو دغه پلاوی ځکه د منلو نه دی چې د هیڅ یو سیاسي جریان او مخالفینو رښتیني استازي پکې شتون نه لري؛ کوم کسان چې د ګوندونو په نوم ټاکل شوي په خپلو ګوندونو کې هیڅ محبوبیت نه لري او د هغوی له لوری یا خو شړل شوي او یا هم ترې صلاحیتونه اخیستل شوي، نو ځکه یې د غني پنجو ته ځان اچولی.
یاد شوی پلاوی پرته له دې چې اسلامي امارت ته د منلو نه دی، بلکې د حکومت دننه او د امریکا په لاس د جوړ شوي نظام ملاتړي یې هم ناقص او رښتینی نه بولي.
د نظام د ملاتړو او حکومتي سرچینو په باور، په دغه لیست کي سره له دې چي د افغانستان له حالاتو باخبره او رښتیني سوله غوښتونکي شتون لري؛ خو په داسي کسانو سربیره چي تر اوسه لا په بهر هیوادونو کي اوسي او د افغانستان له حالاتو څخه هیڅ خبر نه دي، داسي کسان هم شته چي هیڅ سیاسي مخینه نه لري او د دغه کسانو شتون به سمبولیکه بڼه لري، چي په دې سره د کابل ادارې تش په نوم واکمنان غواړي د خپل پلاوي ترمنځ د ستونزو په رامنځته کولو سره دغه پروسه ټکنۍ او خپل واک ته دوام ورکړي.
هغه پلاوی چي د دوی په خپله پرې اختلاف دی او نه پرې جوړیږي او هر یو کوښښ کوي ترڅو د امتیاز ګیري په خاطر خپل د خوښي کس انتخاب کړي او په دې سره دوی وکولای شي د خپل ځان لپاره یو موقف وساتي؛ اسلامي امارت ته به څنګه د منلو وي او ولي به یې مني؟ د اسلامي امارت سیاسي پلاوی خو لیونی نه دی چي له هر لوري سره به بیل- بیل مذاکرات کوي او خپل وخت به پرې ضایع کوي.
نو د دې لپاره چي په هیواد کي رښتینې سوله او اسلامي نظام حاکم شي، پکار ده ترڅو داسي یو پلاوی وټاکل شي چي د اوسني د پردیو په لاس د جوړ شوي نظام ټول پلویان پکي ځان وویني؛ نه دا چي دغه پلاوی د یوې خاصي کړۍ تر ولکې لاندي او د غربي مفکورو څخه برخمن سمبولیک اشخاص وي. کنه ښه مثال یې یاد شوي کسان درواخلئ چي په خپلو ګوندونو او افغانانو کي څومره نفوذ لري او د څومره خلکو نماینده ګي کولای شي؟

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: