ایټالیا او بریتانیا کې کرونا سلګونه کسان وژلي او زرګونه پرې تازه اخته شوي

عزم( چهارشنبه،۱۳وری ۱۳۹۹):د ایټالیا او بریتانیا هیوادونو روغتیایي چارواکو خپلو هیوادونو کې د کرونا ویروس د تلفاتو تازه ارقام په ډاګه کړي دي.
تازه د ایټالیا د روغتیا وزارت ویلي چې له تیرې ورځې راهیسې دغه هیواد کې د کرونا له امله شاوخوا ۷۲۷کسان وژل شوي او ۴۷۸۲تنه نور پرې تازه اخته شوي، چې د تیرې ورځې په پرتله یې د اخته کسانو شمیره زیاته، خو د مړو شمیر بیا یو څه رالویدلی دی.

بلخوا بیا بریتانیا کې د مړو او اخته کسانو شمیرې په یوځایي توګه توګه پورته تللې دي او چارواکو یې رسنیو ته ویلي چې تیرو ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا ۵۶۳کسان وژل شوي او ۴۳۲۴ پرې تازه اخته شوي دي.

تر اوسه په ایټالیا کې ټولټال ۱۳۱۵۵ کسان وژل شوي او ۱۱۰۵۷۴ پرې اخته دي؛ خو په بریتانیا کې بیا د وژل شویو شمیره ۲۳۵۲ او د اخته کسانو ۲۹۴۷۴تنو ته لوړه شوې ده.

بلخوا په ترکیه کې بیا نن د کورونا ويروس له امله ۶۳ کسان مړه شوي دي. په دې هېواد کې تر دې دمه د کورونا ويروس ۱۵۶۷۹ مثبتې پیښې ثبت شوې او ۲۷۷ کسان ترې مړه شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: