د کابل ادارې له لوري د ټاکل شوي مذاکراتي پلاوي په اړه د دکتور فاروق اعظم لنډه تبصره

 

د بين الافغاني مذاکراتو لپاره حکومت چې کوم ليست نشر کړی، په هغه کې یې تر ملي ګټو او ښايسته سالارۍ د پردو، د جنګسالارانو او د بشر حقوق د ناقضينو ګټو ته چې تير ۱۹ کاله يې دولت يرغمل نيولی، ترجيح ورکړيده.
د جنګسالارانو زامن، ښځې او ماشومان یې بين الافغاني تفاهم ته چې يوه ډيره مهمه پروسه ده معرفي کړي. دغو ماشومانو د تيرو۴۲ کالو ناخوالې څه ليدلی دي؟
ددوی سره د پيچلو مذاکراتو مهارت او تجربه له کومه ده؟ دا ليست متاسفانه د بشر حقوق د ناقضينو په ولکه کې دی او فاميلي کرکتر لري. په ليست کې ډير د دولت د مشرانو د کورنيو غړي دي. هغوی په نورچا حتی پخپل حزب اعتماد نلري چې بل څوک معرفي کړي.
بله دا چې په ليست کې د پښتون برخه ډيره کمه ده او د تير ۱۹ کالو ناکامه او دردناکه تجربه همداسې تکراريږي! پښتون په لوی لاس له دولته ليرې کيږي.
په هيواد کې موجود سياسي بحران تر ډيره حده د همدغې بې عدالتۍ محصول دی او دولت له بده مرغه د دغې بې عدالتۍ پر دوام اوس هم اصرار کوي!
ښایي دا ليست د مذاکراتو د برياليتوب لپاره نه بلکې د وخت د ضياع، د سولي په وړاندي د خنډ او په دولت کې دننه د شديد سياسي بحران د ناکام حل لپاره یوه هڅه وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: