ډاکټرعبدالله: روانه مسئله مو د شخصي ګټو لپاره نه ده، د بحران د حل لپاره مذاکراتو ته چمتو یو

عزم(پنجشنبه ۷ وری ۱۳۹۹):د ټول شموله حکومت مشر ډاکټر عبدالله عبدالله نن په یوه خبري کنفرانس کې د هیواد پر روان سیاسي وضعیت، سوله او نورو چارو وینا کړه او د خپلې ډلې لیدلوری یې بیان کړ.

عبدالله وویل،اجازه نه ورکوي چې سوله د یوه کس په انحصار کې راشي او د بین الافغاني خبرو پلاوی باید د ټول افغانستان د خلګو استازولي وکړي.
نوموړي وویل، د روان بحران د حل لپاره د کرزي او سیاف هڅې بې پایلې وې ځکه چې په وینا یې« اشرف غني ډلې هیڅ ډول انعطاف نه کاوه که مونږ غواړو بحران حل شي، نو اړینه ده دواړه لوري انعطاف وکړي»

نوموړي ټینګار وکړ چې د سلیم عقل تقاضا داده چې چې مذاکرات وشي، او دوی هر وخت خبرو ته تیار دي«ی زموږ ملي ګټې دا ایجابوي چې بحران حل کړو»

ډاکټر عبدالله وویل،هیڅوک دا حق نه لري چې امنیتي ځواکونه سیاسي مشکلاتو کې ښکیل کړي او په وینا یې چې« کله مو هم هڅه نه ده کړې، امنیتي ځواکونه په سیاسي مشکلاتو کې دخیل کړو»

عبدالله د امریکا لخوا د مرستو پر کمولو اندیښنه وښووده او په ډاګه یې کړه چې «پمپیو راته وویل، د یو میلیارد مرستو کمول لومړنی اقدام دی، که تاسو سره جوړ نشئ، موږ به په نورو اقداماتو غور وکړو، مونږ باید دا لجاجت ونه کړو، چې که امریکا مرستې کموي، کمې دې کړي، د امریکا د مرستو کمول پر افغانستان خورا بد تاثیر کولای شي، ځکه مونږ په آسانۍ نور مراجع نه شو پیدا کولای»

ډاکټرعبدالله د طالب بندیانو د خلاصون هرکلی وکړ او زیاته یې کړه چې له طالبانو غواړي دجګړو د کموالي غوښتنې ته غاړه کیږدي.
نوموړي د بحران د حل لپاره وغوښتل چې باید یو شمېر نور سیاسي مشران هم موضوع ته دننه شي او د سیاسي کړکېچ د حلولو لپاره دې هڅه وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: