ننګرهار: د جلال اباد ښار سربېره په ګڼو سیمو کې ګرځبندیز لګول شوی

عزم(پنجشنبه، ۰۷وری، ۱۳۹۹ل): د ننګرهار ځايي چارواکي وايي، په ننګرهار کې د کرونا ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي په پار یې په هغو سیمو کې ګرځبندیز لګولی، چې له ګڼه ګوڼې ډکې وې.

د ننګرهار والي شاه‌محمود میاخېل وايي، د امنیه قومندانۍ، ښاروالۍ او ترافیکو سره په ګډه هڅه کوي، چې د ګڼه ګوڼې ډکې سیمې وتړي، څو د کرونا وایروس د خپرېدو مخنیوی وکړي.

د میاخېل په خبره، سر له نن ورځې د جلال اباد سربېره په ټولو ولسوالیو کې به یوازې د خوراکي توکو پلورنځي، ډوډۍ پخوونکي، سبزۍ پلورونکي، قصابان او د روغتیايي سکتور مرکزونه پرانیستي وي او نورې ټولې هټۍ به تړل کېږي.

دی وايي، د صرافۍ مارکېټ به هم پرانیستی وي؛ خو د صرافانو ترمنځ به پکې بولي نه کېږي.

نوموړی وايي، د روانې وري میاشتې له ۷مې څخه نور لویو غونډو، ودونو، ښوونیزو مرکزونو، خیراتونو او هغه غونډو ته اجازه نه ورکول کېږي، چې ډېر خلک پکې راټولېږي.

د میاخېل په خبره، دغه پرېکړه د وري تر ۳۱مې پورې پلي کېږي او که حالت ښه و، کېدای شي تړل شوي ځایونه بېرته پرانیستل شي.

د ننګرهار د چارواکو په نننۍ پرېکړه کې ویل شوي، د مارکېټونو مالکان نه‌شي کولای، چې له هټیوالو د روانې میاشتې کرایه واخلي او که هټۍ تر ډېر وخته پورې تړل شوې وې، بیا هم ترې کرایه نه‌شي اخیستلی.

تراوسه په ننګرهار کې د کرونا ناروغۍ کومه مثبته پېښه لیدل شوې نه ده؛ خو ځايي چارواکو یې د مخنیوي لپاره هڅې روانې کړي دي.

جلال اباد د هېواد له ګڼه ګوڼې ډکو ښارونو څخه دی، چې د اټکل له مخې یو نیم مېلیون خلک پکې اوسېږي.

د ننګرهار ځايي خلک له چارواکو غواړي چې د خوراکي توکو نرخونه ثابت وساتي او د نرخونو کنټرول ته ډېر پام وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: