هلمند د سبو د تولید په برخه کې پر ځان بسیا کېږي

عزم(پنجشنبه، ۰۷وری، ۱۳۹۹ل):  د هلمند د کرنې ریاست مسوولین وايي، په دغه ولایت کې بزګرانو د سبو کرکېلې ته مخه کړې ده، چې د اټکل خلاف یې حاصلات څو برابره زیات دي.

د هلمند د کرنې رئیس زلمی الکو وايي، په دغه ولایت کې د سبو کروندې ډېرې شوي او سبو کرکېلي ته د هلمند د بزګرانو لېوالتیا هم زیاته شوې ده.

د الکو په خبره، د هلمند کروندګر په ټولو موسمونو کې د سبو، حبوباتو او نور ډول ډول نباتاتو کرکېله کوي، چې د خپلو کورنیو د اړتیا پوره کولو ترڅنګ یو شمېر ولایتونو ته یې هم صادروي. «هلمند کې د سبو کرکېله ورځ تر بلې ډېریږي، چې ددې ولایت د اړتیا تر څنګ نورو ګاونډویو ولایتونو ته هم صادرېږي. سږکال په هلمند کې نږدې ۶۲۰ هکټاره ځمکه کې مارکو کدو کرل شوي، چې هر هکټار یې د ۱۴ مټریک ټنو په تولید سره به نږدې ۸۶۸۰ ټنه حاصلات ورڅخه په لاس راشي. په هلمند کې د مارو کدو د حاصل وخت دی له دې ولایت څخه هره ورځ له ۳۰ تر ۵۰ مټریک ټنه مارو کدو ګاونډیو ولایتونو ته صادرېږي.»

هلمند د کرکېلې لپاره پراخه ځمکه او ډېرې اوبه لري، چې تولیدات یې د ډېرو افغانانو اړتیاوې پوره کولی شي.

له تېرو پنځو کلونو راهیسې په هلمند کې پر ګڼو طبي بوټو، مېوو او سبزیو څېړنې وشوې، چې ډېرو یې د هلمند له هوا سره مطابقت وکړ او اوس پکې دود شوي دي.

په هېواد کې له دې وړاندې په ختیځ کې سبزي ډېره کرل کېده؛ خو له تېرو کلونو راهیسې په ګڼو ولایتونو کې سبزي کرل کېږي، چې د ځايي خلکو څه ناڅه اړتیاوې پوره کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: