د کرونا ناروغي؛ افغان ټلیکام د انټرنېټ بیې ۲۰سلنه کمې کړې

عزم(پنجشنبه، ۰۷وری، ۱۳۹۹ل): د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت اړوند افغان ټلیکام شرکت، په هېواد کې د کرونا وایروس له خطر څخه د مخنیوي په موخه کورونو او دفترونو ته د ISP انټرنېټ اسانتیاوو برابرونکو شرکتونو ته په خپلو عمده بیو کې تر شل سلنه کموالی راوستی دی.

د یاد وزرات چارسمبالی وزیر محمد فهیم هاشمي وايي، له کرونا وایروس څخه د ځان ساتنې په موخه نور هېوادوال کولای شي په ارزانه بیه له خپلو کورونو څخه د ټکنالوژۍ په مټ خپلې اداري چارې تر سره کړي.

دی وايي، افغان ټلیکام شرکت به د تازه هوکړې له مخې د فکس لاین له لارې ټولو شخصي پیرودونکو ته په هر MB کې تر شل سلنه کموالی راولي، چې بیه یې له ۶۰ ډالرو څخه ۴۸ ډالرو ته راکمېږي.

همدارنګه، له دې وروسته به ټولو ISPs شرکتونو د انټرنېټ عمده بیو په هر MB کې تر ۱۵ سلنه کموالی راولي، چې بیه یې له ۵۳ ډالرو څخه ۴۵ ته راکمېږي.

د تازه هوکړې له مخې به افغان ټلیکام شرکت ټولو STM-1، STM-4، STM-16 انټرنیټ پېرودونکو ته په هر MB کې له (۳ څخه تر ۱۰) سلنه کموالی راولي.

د مخابراتو وزارت څو ځلې ژمنه کړې، چې د انټرنېټ کیفیت به ښه کوي او د خصوصي شرکتونو بیې به راکموي؛ تراوسه یوازې سلام مخابراتي شبکې خپلې بیې کمې کړي دي؛ خو د نورو مخابراتي شبکو بیې په خپل حال پاتې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: